Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: د ګران بیه ډبرو قاچان د مخنیوي په برخه کې د ایران همکارۍ ته اړتیا ده

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال قدیر قیافه وایي، د افغانستان ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې له غیر قانوني لارو ایران ته واردېږي او د دغه هېواد په بازارونو کې پلورل کېږي.

 قدیر قیافه دغه راز زیاته کړې چې، ایران د افغانستان د کانونو په سکټور کې پانګونې ته لېواله دی، خو د امریکا له لوري لګول شویو بندیزونو په افغانستان کې د ایران پانګونه اغېزمنه کړې ده.

خو اسلامي امارت له هېواده بهر د افغانستان د کانونو په ځانګړي ډول د ګران بیه ډبرو قاچاق د مخنیوي په برخه کې د هڅو ډاډ ورکړی او دغه برخه کې یې د ایران پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: « اسلامي امارت د خپلې ټولې وړتیا سره هڅه کړې او کوي یې چې په ټوله کې د قاچاق مخنیوی وشي، دغه برخه کې د مقابل لوري، ایران همکارۍ ته هم اړتیا ده، موږ خپلو ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د هغو شیانو د قاچاق مخه ونیسي چې منعه شوي دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د قاچاق مخنیوي په موخه د اسلامي امارت له لوري دغو توکو لپاره د بازارونو پر جوړېدو ټینګار کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، جان اقا نوید وویل: « هغه وخت کې پخواني شوروي، امریکا او هند کې مو د افغانستان ځانګړي بازارونه لرل، اوس هم کولای شو دغه بازارونه بیا فعال کړو او کولای شو دغه زمینه افغانستان کې دننه هم برابره کړو څو پروسس او پلور یې هېواد کې ترسره شي.»

یو شمېر ایراني سوداګر بیا وایي، ایران کې د افغانستان لاجورد، یاقوت، لعل او زمرد ښه بازار لري او له دغو ډبرو تر ډېره د ګران بیه ګاڼو په جوړولو کې کار اخیستل کېږي.

 دوی افغانستان کې دننه د افغانستان او ایران تر منځ د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د پروسس د یوې فابریکې د جوړېدو غوښتنه کوي.

ایراني سوداګر، علي اکبر شیباني فرد څرګنده کړه: « د افغان او ایراني سوداګرو ترمنځ یو ګډ کار ترسره شي، په یوه مشخص ځای کې استخراج او پروسس او له همدغه ځایه نورو هېوادونو ته واستول شي.»

یو بل ایراني سوداګر، مرتضی جلالي هم وویل: « لاجورد ډېر کارول کیږي، عقیق وینو چې واردیږي او ښه کارونه لري.»

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د څه باندې دوو میلیونه ډالرو په ارزښت ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې چین، ازبیکستان، سویس، متحده عربي امارتو او جرمني ته  صادرې شوې دي.

شریک یي کړئ