د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ د روسیې او اسلامي نړۍ په پنځلسمې اقصادي غونډه کې د ګډون لپاره د تاتارستان پلازمېنې کازان ته سفر کړی دی.
د دغه وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وايي چې ښاغلی عزیزي به د دې غونډې په څنډه کې په افغانستان کې د روسانو د پانګونو د جلبولو لپاره د دغه هېواد له ځینو چارواکو سره هم وګوري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند طلوعنیوز ته وویل:«په دغې غونډه کې د ګډون ترڅنګ، د سوداګرۍ د اسانتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې ودې او په افغانستان کې د پانګونې د جذب لپاره له روسي او د نورو هېوادونو له چارواکو او همدارنګه له سترو شرکتونو سره لیده کاته او خبرې اترې کوي.»
بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه په افغانستان کې د پانګونې د جذب لپاره هر ډول هڅه د هېواد د اقتصاد په ګټه ګڼي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«دا سفرونه ډېر ګټور دي او په اقتصادي اړیکو کې ګټور پرېوځي او موږ هیله لرو چې هلته ځينې تړونونه هم وشي.»
ورتهمهال، د چارو ځينې شنونکي د سیمې د هېوادونو په اقتصادي غونډو کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون له دغو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د ودې او پراختیا لپاره مهم بولي.
د اقتصادي چارو شنونکی شمس الرحمن احمدزی طلوعنیوز ته وايي:«پر دغې غونډې ټینګار له دې امله دی چې افغانستان ته پانګونه جذب کړي او خلک راشي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.»
د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان هم څرګندوي:«ګاونډي او نور هېوادونه خپل صنعت پر موږ پېري او سوداګري کوي، په مقابل کې، موږ هم باید له هغوی سره سوداګري وکړو او صادارت ولرو.»
د روسیې او اسلامي نړۍ اقتصادي غونډه هر کال جوړېږي او پروسږکال هم د اسلامي امارت په استازیتوب د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ په تاتارستان کې په دې غونډه کې ګډون کړی و.
په دې اړه مو اندونه