Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قشقرې د نفتو عواید به په سرپل کې پر ودانیزو پروژو ولګول شي

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د قشقري د تېلو له عوایدو به په سرپل ولایت کې د برېښنا بندونو ، روغتونونو  او سړکونو په جوړولو ولګول شي.

د دغه وزارت د ویاند، همایون افغان په خبره، په روان لمریز کال کې به د قشقري د نفتو له کان څخه د نفتو د استخراج کچه د ورځې له ۱۳۵۰ ټنو څخه ۳۰۰۰ ټنو ته لوړه شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان و ویل: «په سرپل کې د یوه معیاري روغتون د ودانولو، په سرپل کې د سلطان ابراهیم برېښنا بند جوړولو او په سرپل ولایت کې د سړکونو جوړولو په موخه به ولګول شي.»

په ورته مهال د صنعت کارانو ټولنې رییس په دې باور دی چې له کانونو څخه ترلاسه شوي عواید د کار زمېنې د رامنځته کېدو ترڅنګ د افغانستان په ځان بسیاینه کې هم اغېزناک وي.

د صنعت کارانو د ټولنې رییس، عبدالجبار ساپي و ویل: «مجبور او مکلف یو چې له دغو عوایدو کار واخلو، سړک، روغتون او برېښنا جوړه کړو څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له وطن و نه تښتي.»

بل لور ته، د هرات ولایت د چشت مرمر ډبرو کان چې د استخراج لپاره په ۱۲ میلیونه ډالره پانګونې سره یو خصوصي شرکت ته سپارل شوی پنځه زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې او د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې له یاد کان څخه را ایستل شوې مرمبر ډبرې دمګړۍ د هرات ولایت په صنعتي پارک کې پروسس کیږي چې تر پروسس وروسته ترکمنستان، ایران، چین، ازبېکستان، جرمني، عمان، کویټ او هند هېوادونو ته صادرې شي.

د اقتصادي چارو شنونکي، شمس الرحمن احمدزی وايي: «که دلته، په کور دننه د پروسس کارخونې جوړې شي، زموږ او زموږ د اقتصاد لپاره به ډير ګټور وي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، ۱۵۰ کوچني کانونه کورنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوي او ۳۰ لوی کانونه چینایي، ایراني، ترکي، قطري او یو شمېر نورو شرکتونو ته چې افغان شریکان هم لري په قرارداد ورکړل شوي دي.

د صنعت کارانو ټولنې رییس په دې باور دی چې له کانونو ترلاسه شوي عواید به د کار زمېنې د رامنځته کېدو ترڅنګ د افغانستان په ځان بسیاینه کې هم اغېزناک وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه