Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له هېوادونو سره د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي په پار د عزیزي هڅې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي طلوع‌نیوز ته وایي، هڅه کوي چې د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړي.

نورالدین عزیزي ټینګار کوي چې ټاکل شوې تر راتلونکې یوې میاشتې په ازبیکستان کې یو نندارتون جوړ شي چې، نږدې ۲۵۰ افغان سوداګر به هم په‌کې ګډون وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه چارواکي وایي چې په قزاقستان او روسیه کې به هم نور نندارتونونه جوړ شي.

نورالدین عزیزي وايي:«ان‌شاالله بل نندارتون، زموږ موخه ازبیکستان دی. په جریان کې یو مشخصه نېټه یې معلومه نه‌ده. ښايي په راتلونکې یوې میاشت کې. زموږ هڅه دا ده چې د ځمکنۍ لارې په واسطه د افغانستان محصولات بهر کړو او په تاشکند کې یو ستر نندارتون ولرو.»

ښاغلی عزیزي وایي چې تاتارستان ته یې د سفر په لړ کې د روسیې له لوړپوړو چارواکو سره کتلي او په بېلابېلو برخو کې یې د دغه هېواد د پانګونو په تړاو له هغې ډلې کابل ته له بېلابېلو بندونو د اوبو د لېږد، د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې او سوداګریزو ستونزو د حل په تړاو خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاتوي:«روسیه چمتو ده چې د کابل د اوبو پر موضوع‌ګانو چې د شاه توت بند دی، د پنجشېر اوبه دي او همدارنګه د نورو بندونو اوبه کابل ته د تزریق لپاره دي، پانګونه وکړي.»

نورالدین عزیزي د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې له ټینګار سره وايي هڅه کوي چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان سوداګري زیاته کړي او دغه راز د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره هم د افغان توکو د لېږد لګښت د کمولو په تړاو هم خبرې وکړې.

بل لور ته د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا د هېواد د صادراتو په زیاتوالي کې هم رول لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند وايي:«باید د افغاني محصولاتو او تولیداتو لپاره وي څو زموږ سوداګر وکړای شي هلته غرفې ترلاسه کړي. که‌چېرې نندارتون دا ډول وي یقیناً چې زموږ د صادارتو او تولیداتو له ودې سره به ډېره مرسته وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په نږدې درېیو کلونو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د ښه‌والي لپاره روسیې، چین، ایران او پاکستان هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

شریک یي کړئ