Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قشقري ۶۰زره ټنه اومه تېل پر یوه کورني شرکت وپلورل شول

د ۳۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د ۶۰ زره ټنه د قشقري اومه تېلو له داوطلبۍ وروسته پر یوه کورني شرکت وپلورل شول.

د کانونو او پټرولیم وزارت دغه اندازه اومه تېل د ۱۸ شرکتونو تر منځ داوطلبۍ ته وړاندې کړل، بالاخره یو کورنی شرکت وتوانېد چې، د دغې بولۍ ګټونکی شي.

د یاد وزارت سرپرست د دغې داوطلبۍ پر مهال له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې، د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په موخه د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلارو وايي:«هر څوک چې ۲۰زره ټنه پېري خپله بیه دې ولیکلي او څوک چې ۶۰ زره ټنه یعنې ټول پېري خپله بیه دې ولیکلي، د هر چا بیه چې ښه‌ وه او د افغانستان په ګټه وه، موږ یې هماغه کس ته ورکوو.»

ښاغلی دلاور د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې په میاشت کې تر ۱۰۰ زره ټنو د تېلو د استخراج کچې له زیاتوالي خبر ورکوي او زیاتوي چې په کور دننه به د تېلو یوه معیاري چاڼ خونه هم جوړ کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست څرګندوي:«له بهرنیو سره د مذاکرې په حال کې یو چې، د چاڼ یوه ښه کارخونه چې په‌کې ‌ډیزل، پټرول، مبلایل، قیر او ګریس جور شي، په هېواد کې جوړه کړي.»

ورته مهال د ګټونکي شرکت مسوولان په رڼه توګه د دغې داوطلبۍ د ترسره کېدو له بهیره خوښي څرګندوي.

د داوطلبۍ ګټونکي شرکت ویاند، سید غفور احمد جاوېد وايي:«زموږ بیه چې ۸٫۷۰ و ګټونکي شوو. مهمه موضوع دا ده چې دغه تېل په ټول افغانستان کې چاڼ کېږي او اوس هم چاڼ خونه شتون لري.»

د اقتصادي چارو شنونکي شمس‌الرحمن احمدزي هم وویل:«دا ډول تړونونه دې د اسلامي امارت له‌ لوري زیات شي؛ ځکه دا کولای شي هم اقتصاد په پښو ودروي او هم بې‌کاري له منځه یوسي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو له مخې د روان هجري لمریز کال له پیله تر اوسه له کورنیو شرکتونو سره د ۴۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د ۸ کوچنیو او لویو کانونو تړونونه لاسلیک شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلارو د دغې داوطلبۍ پر مهال له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې، د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په موخه د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

تصویر بندانگشتی

د ۳۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د ۶۰ زره ټنه د قشقري اومه تېلو له داوطلبۍ وروسته پر یوه کورني شرکت وپلورل شول.

د کانونو او پټرولیم وزارت دغه اندازه اومه تېل د ۱۸ شرکتونو تر منځ داوطلبۍ ته وړاندې کړل، بالاخره یو کورنی شرکت وتوانېد چې، د دغې بولۍ ګټونکی شي.

د یاد وزارت سرپرست د دغې داوطلبۍ پر مهال له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې، د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په موخه د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلارو وايي:«هر څوک چې ۲۰زره ټنه پېري خپله بیه دې ولیکلي او څوک چې ۶۰ زره ټنه یعنې ټول پېري خپله بیه دې ولیکلي، د هر چا بیه چې ښه‌ وه او د افغانستان په ګټه وه، موږ یې هماغه کس ته ورکوو.»

ښاغلی دلاور د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې په میاشت کې تر ۱۰۰ زره ټنو د تېلو د استخراج کچې له زیاتوالي خبر ورکوي او زیاتوي چې په کور دننه به د تېلو یوه معیاري چاڼ خونه هم جوړ کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست څرګندوي:«له بهرنیو سره د مذاکرې په حال کې یو چې، د چاڼ یوه ښه کارخونه چې په‌کې ‌ډیزل، پټرول، مبلایل، قیر او ګریس جور شي، په هېواد کې جوړه کړي.»

ورته مهال د ګټونکي شرکت مسوولان په رڼه توګه د دغې داوطلبۍ د ترسره کېدو له بهیره خوښي څرګندوي.

د داوطلبۍ ګټونکي شرکت ویاند، سید غفور احمد جاوېد وايي:«زموږ بیه چې ۸٫۷۰ و ګټونکي شوو. مهمه موضوع دا ده چې دغه تېل په ټول افغانستان کې چاڼ کېږي او اوس هم چاڼ خونه شتون لري.»

د اقتصادي چارو شنونکي شمس‌الرحمن احمدزي هم وویل:«دا ډول تړونونه دې د اسلامي امارت له‌ لوري زیات شي؛ ځکه دا کولای شي هم اقتصاد په پښو ودروي او هم بې‌کاري له منځه یوسي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو له مخې د روان هجري لمریز کال له پیله تر اوسه له کورنیو شرکتونو سره د ۴۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د ۸ کوچنیو او لویو کانونو تړونونه لاسلیک شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه