هند چابهار بندر د سیمه ییزو اړیکو پراختیا په موخه د نوي ډيلي لپاره مهم ګڼي.
د دغه وزارت ویاند وايي، د چابهار بندر له لارې افغانستان د ملاتړ سربېره به د سوداګریزو چارو له اړخه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره هم ونښلول شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جېسوال په یوه خبري غونډه کې د چابهار بندر د پراختیا په تړاو ټینګار کوي او وایي چې یاد هېواد له افغانستان او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو همکاریو او سېمه ییزو اړیکو د پراختیا لپاره پر دې بندر پانګونه کوي.
رندهیر جېسوال وویل: «چابهار، لکه څنګه مې چې تاسو ته وویل، دا زموږ لپاره یوه مهمه پروژه ده، څو له لارې یې سېمه ییزې اړیکې پراخې کړو او بشري مرستې وکړو، د دې بندر له لارې، موږ څو کاله بشري مرستې کړې دي او دا ځانګړې پروژه به د اړیکو له ساده کولو سره مرسته وکړي او دا اړیکې به وروسته د سیمې هېوادونو لپاره نورې ګټې ولري.»
د اقتصاد وزارت هم د چابهار بندر پراختیا د هېواد د اقتصاد په ګټه ګڼي او وایي، دا مسله به د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي تعاملاتو د پراختیا لامل شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبدالطیف نظري وویل: « زموږ سیاست له سیمې سره اقتصادي راکړې ورکړې زیاتوالی دی. چابهار یو له هغو بندرونو ده چې د افغانستان او سیمې ترمنځ د اقتصادي تعاملاتو زیاتوالي کې ښه رول ولري.»
له دې سره د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان، د چابهار بندر پراختیا د یوې بدیلې لارې په توګه د افغانستان او هغو هېوادونو په ګټه ګڼي چې له افغانستان سره سوداګریزه راکړه ورکړي لري.
د اقتصادي چارو شنونکي، محمد نبي افغان څرګنده کړه: « افغانستان ته د چابهار بندر ارزښت ډېر ده او دا کولی شي د کراچۍ بندر لپاره یو ښه بدیل اوسي او ښه فرصتونه رامنځته کړي.»
د راپورونو له مخې، هند به د چابهار بندر د پراختیا او تجهیز په موخه ۱۲۰ میلیونه ډالر او د لېږد را لېږد د بېخ بناو د رغونې په برخه کې څه باندې ۲۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.