د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت درېیو کورنیو شرکتونو ته د پوستي خدمتونو د جواز له ورکړې خبر ورکوي.
د دغه وزارت سرپرست نجیبالله حیات حقاني وایي چې، دغه شرکتونه به د ۶۸ مېلیونه افغانۍ له لومړنۍ پانګونې سره د ۱۲ نورو شرکتونو ترمنځ چې اوسمهال فعال دي، پوستي خدمتونه وړاندې کوي.
ښاغلی حقاني په یوې ناسته کې خبریالانو ته وايي:«موږ په هېواد کې د پوست په برخه کې بېلابېل شرکتونه لرو؛ اوس چې شرکتونو ته جواز ورکوو، د شرکتونو شمېر ۱۵ ته رسېږي.»
نجیبالله حیات حقاتي د پوستي خدمتونو له ټولو شرکتونو غواړي چې، له نړۍوالو معیارونو او اصولو سره سم خدمتونه وړاندې کړي او د نشهیي توکو د قاچاق مخه هم ونیسي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست زیاتوي:«هغه خدمتونه چې دغه شرکتونه یې ترسره کوي، باید معیاري وي، د نړۍ له اصولو سره مطابقت ولري او خدمتونه یې خدمتونه یې د هر ډول نشهيي توکو له قاچاق څخه خوندي وي.»
د موم شرکت چې، د پوستي خدماتو پر درېیو برخو یې پانګونه کړې لومړنۍ پانګه یې شاوخوا ۴۰ مېلیونه افغانیو ته رسېږي او په ټوله کې ۱۴۰ مېلیونه افغانۍ پانګونه کوي.
په دې پانګونې سره به په مستقیم او غیر مستقیم ډول څه باندې ۱۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د دغه شرکت اجراییه رييس زیاتوي، پوستي خدمات به د هېواد د ۳۴ ولایتونو سربېره د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هم ورسوي.
د موم شرکت اجرایوي رییس محمد اسحاق تکل وايي:«غواړو چې په درې پړاوونو کې پانګونه وکړو، په لومړي پړاو کې ۴۰ مېلیونه او وروسته بیا د درې کلونو په لړ کې به ۱۴۰ مېلیونه پانګونه وکړو.»
ذکرالله پوپل رییس اجرایوی شرکت اکرم زاده هم څرګندوي:«زموږ پلان دا دی چې په لومړي کال کې ۵۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره کړو، تر څنګ یې پراخ پلان لرو چې دغه خدمتونه په ملي او نړۍواله کچه برابر کړو.»
تر دې مخکې د افغان پوسټ شرکت ویلي وو، هڅې کوي چې، پوستي خدمتونه معیاري کړي. د دغه شرکت مسوولانو همداراز ویلي، د دغه شرکت ناخالص عواید شاوخوا ۱ مېلیارد افغانۍ اټکل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه