Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سن‌پټرزبورګ غونډه؛ د ا.ا د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره موکه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د سن‌پټرزبورک اقتصادي غونډې په څنډه کې د روسیې د کار او ټولنیز خوندیتوب له رییس سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې اترې کړې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سیمع‌الله ابراهیمي وايي چې، په دغې کتنه کې د ماهرو کارګرانو د لېږلو، د ټولنیز خوندیتوب په برخه کې د تجربو د شریکولو او د دغه وزارت د کارکوونکو لپاره د  ظرفیت د لوړوالي د پروګرام د جوړېدو په تړاو بحث کړی دی.

ښاغلی ابراهیمي زیاتوي:«د اقتصادي، سوداګریزو او دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره، خبرې اترې وکړې، په دغې کتنه کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر خپل روسي سیال سره، یاد هېواد ته د افغان ماهر او نیمه‌ماهر کارګرو د لېږد، غوره کار، د ټولنیز خوندیتوب په مرکزونو کې د خپلو تجربو شریکولو او اړوندو برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو پر برابرولو په اړه هم خبرې وکړې.»

بلخوا، د اقتصادي چارو ځيني شنونکي د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له روسیې سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا د هېواد د اقتصادي ودې په ګټه ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي:«حکومت دې هڅه وکړي چې، د پروژو د خوځښت لپاره که هغه د بهرنیو په برخه کې وي او که د خصوصي سکټور په برخه کې وي، ټولې اسانتیاوې او تسهیلات برابر کړي چې، د کار زمینه برابره شي او د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او کډوالۍ د ستونزې مخه ونیولی شي.»

بلخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې په افغانستان کې د بهرنیو پانګونو لپاره د فزیکي امنیت تر څنګ اقتصادي امنیت هم برابر کړي، څو بهرني پانګوال په افغانستان کې کار کولو ته لا زړه ښه کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی څرګندوي:«هر بهرنی شرکت چې په یوه هېواد کې پانګونه کوي، هلته اقتصادي او بانکي امنیت ډېر اړین دی. د دې لپاره چې هغه [پانګوال] باید ډاډه شي چې پانګه یې خوندي ده او په راتلونکي کې ورته کومه ستونزه نه‌رامنځته کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د سن‌پیترزبورګ د نړۍوال اقتصادي فورم په ۲۷مه غونډه کې په خپله وینا کې د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د ریل پټلۍ، د سړکونو د پراختیا او بیا رغاونې، انرژۍ او ټکنالوژۍ په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
 
د اقتصادي چارو ځيني شنونکي د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له روسیې سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا د هېواد د اقتصادي ودې په ګټه ګڼي.

شریک یي کړئ