د کانونو او پټرولیم وزارت د امو سیند حوزې له انګوت ساحې۲۰ زره ټنه استخراج شوي اومه نفت د لسو کورنیو شرکتونو ترمنځ له داوطلبۍ وروسته د څه باندې لس مېلیونو ډالرو په ارزښت پر یوه خصوصي شرکت پلورلي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دې هکله وویل:«د هر چا چې ښه نرخ وه ۲۰ زره ټنه د انګوت خام تېل به هغه وړونکی چا چې وګټه د هغه نوم به اعلان شي او له هغه سره به موږ قرارداد کوو.»
د دغه وزارت سرپرست د داوطلبۍ پر مهال وايي، چې د وروستیو څه باندې ۴۰ کلونو جګړې پر افغانستان اغېز کړى او دغه وزارت هڅه کوي چې، د کانونو د عوايدو په راټولولو سره افغانستان بېرته ورغوي.
شهاب الدین دلاور دغهراز زیاتوي چې اوسمهال د هرات د نفتي حوزې ۱۱ بلاکونه چې ۲۳ زره کیلومتره مربع مساحت لري اعلان ته وړاندې شوي او لویو کورنیو او بهرنیو شرکتونو د دغه کان استخراج ته لېوالتیا ښودلې ده.
ښاغلی دلاور زیاتوي:«سترې ملي او نړۍوالې کمپنۍ او شرکتونه راغلي، ډېر ژر یې پروپوزلونه راټولېږي او په هرات ولایت کې د ۱۱ بلاکونو د استخراج او اکتشاف تړون چې ټوله ساحه یې ۲۳ زره کلیومتره مربع نفت او ګاز دي.»
بلخوا، د داوطلبۍ د ګټونکي شرکت مسوولان ډاډ ورکوي چې دغه اندازه نفت به په هېواد کې دننه پروسس شي.
د داوطلبۍ د ګټونکي شرکت مسوول ګلزاده کټوازی څرګندوي:«موږ د امو سیند ساحوي ۲۰ زره ټنه نفتو په داوطلبۍ کې ګډون کړی و چې په هغه کې لس کورنیو شرکتونو ګډون کړی و او موږ ګټونکي شو او د ۱۰٫۵۵ مېلیون ډالرو په ارزښت مو تړون وکړ.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو لسو ورځو کې د امو سیند له حوزې د ۷۲ مېلیونه ډالرو په ارزښت شاوخوا ۱۳۰ زره ټنه تېل استخراج شوي چې پر کورنیو شرکتونو پلورل شوي دي.