نیمروز کې صرافان پر بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې مخنیوي په موخه له دې وروسته د ایراني تومان حوالې نه اجرا کوي.
ددغه ولایت د صرافانو ټولنه وايي تر دې وروسته د ایران تومان حوالې په افغانۍ اجرا کوي.
د نیمروز د صرافانو ټولنې رییس، ګل احمد و ویل: زموږ د ټولو صرافانو ترمنځ دغه فیصله وشوه او اراده مو ده چې کله حواله په تومان راتله، د تومان معادل به افغانۍ ورکوو.
صراف، نعمت الله حکیمي و ویل: افغانۍ زموږ د هېواد پیسې دي او ارزښت یې باید لوړ شي او اوس هم په نيمروز کې د تومانو استعمال کم شوی دی.
په همدې حال د نیمروز د ښاري نظم کمېټې مسوولین وايي دغه ولایت کې پر ایراني تومان راکړه ورکړه اتیا سلنه راکمه شوې.
د نیمروز د ښاري نظم کمېټې مسوول، نقیب احمد خالد و ویل: همدغه ډول صرافانو ته هم دا خبر ورکړ شوی وای دی، هغوی چې حوالې کوي باید پر دې پوه شي چې د تومانو معادل افغانۍ ورکړ شي. د ښار خلک هم چې راځي، د تومان پر ځای اوس افغانۍ اخلي ځکه تومان د ټولو په تاوان ده.
د اقتصادي چارو شنونکي، محمد حسن مختار په دې اړه و ویل: څومره چې زموږ ملي پیسې په بازار کې وي او کاریږي او اوړي را اوړي هغومره یې ګټه ده او ارزښت یې لوړ ځي.
د نیمروز د ښاري نظم کمېټه څو میاشتې وړاندې په بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه په ایراني تومان د راکړې ورکړې د مخنیوي په موخه جوړه شوې.
دا مهال یوازې د نیمروز شل سلنه اوسېدونکي پر ایراني تومان راکړه ورکړه کوي.
په دې اړه مو اندونه