Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د نفتو د چاڼ‌خونې د جوړولو لپاره د یوه ایراني شرکت طرحه

یوه ایراني شرکت په افغانستان کې د اومه نفتو د یوې معیاري چاڼ‌خونې د جوړولو پلان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته سپارلی دی.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، د دغه وزارت سرپرست په دغې کارخونه کې چې، د جوړېدو په حال کې ده، د خامو تېلو د تولیداتو د کیفیت او نوعیت په اړه خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند طلوع‌نیوز ته وايي:«په دغې کتنه کې، د ویرا ګاز شرکت استازي، د افغانستان د استخراجي اومه نفتو په مطابق، د ورځې له ټکنالوژۍ څخه په ګتنې د معیاري چاڼ‌خونې د جوړېدو طرحه شریکه کړې او ترلاسه شويو محصولاتو د اندازې، کیفیت او ډول په اړه تخنیکي معلومات وړاندې کړل.»

ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه په هېواد کې د چاڼ‌خونو جوړول او ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره په دې برخه کې کوچنۍ پانګونې مهمې ګڼي.

د یادې خونې په اند په افغانستان کې په کوچنۍ پانګونې سره د نفتي چاڼ خونو په جوړولو کې د ایران له تجربو ګټنه به اغېزمنه وي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبري پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي:«هغه نفت چې چاڼ شوي نه‌وي بیه یې ټیټه ده، کله چې چاڼ کېږي او تي‌یک تېل او یا ښه پټرول جوړېږي، بیه یې لوړېږي.»

بل لور ته، یو شمېر کارپوهان وایي، په هغه صورت کې چې د هېواد په کانونو کې معیاري چاڼ خونې جوړې شي په کور دننه به د معدني توکو بېه کمه او په صادراتو کې به هم ډېره ګټه ترلاسه شي.

د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي څرګندوي:«په هغه صورت کې چې په افغانستان کې ورته مکانات برابر شي موږ په کور دننه وکړای شو کاني توکي پروسس کړو، د کانونو توکو بیه هم ارزښت پيدا کوي او همدارنګه په کیفیت کې هم ځانګړی بدلون رامنځته کېږي چې کولای شو ستر نړۍوال پېردونکي پیدا کړو.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان لس تر ۱۵ سلنه اړتیاوې د قشقري د نفتو د کانونو له لارې له نفتي توکو تامینېږي.

دمګړۍ د کابل په بازارونو کې یو لیټر پټرول ۵۶ افغانۍ، ډیزل ۵۸ افغانۍ او ګاز ۴۵ افغانۍ پلورل کېږي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه