د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، هڅه کوي چې بهر ته د صادراتو کچه لوړه کړي.
د دغه وزارت د مالوماتو لمخې، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د سرپرست حکومت او هېوادونو ترمنځ د نږدې دوه میلیارده او اووه سوه زره ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: « د ۲۰۲۴ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د افغانستان سوداګري دوه میلیارده او ۶۸۳ میلیونه ډالر وه چې شاوخوا ۴۲۸ میلیونه ډالر یې صادرات او ۲۵۵ میلیونه ډالر یې هم واردات دي. صادرات تر ډېره پاکستان، هند، ایران، چین، متحده عربي اماراتو او ځینو نورو هېوادونو ته شوي دي.»
دغه وزارت وایي، د هېواد ډېر صادراتي توکي وچه مېوه، تازه مېوه، غالۍ او ګرانبیه او نیمه ګرانبیه ډبرې دي.
بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه شوې، خو اړتیا ده چې نورو هېوادونو ته د توکو د لېږد په برخه کې نورې اسانتیاوې برابرې شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خانجان الکوزي و ویل: « جمهوریت وخت ته په کتو زموږ صادرات ښه شوي. د دغه ښه والي لاملونه د صادراتو د فراینډ اسانتیا او د کرومایټ، نفرایټ او ډبرو سکرو په ګډون د کاني توکو زیاتوالی دی.»
یو شمېر سوداګر بیا وايي، که د صادراتو په برخه کې د دوی ننګونو ته پام وشي، د صادراتو کچه به هم لوړه شي.
سوداګر، امید حیدري په دې اړه وایي: « موږ اړتیا لرو چې صادراتو ته بدیلې لارې رامنځته شي او سوداګر هم دغو لارو ته لاسرسی ولري څو د دوی ننګونې حل شي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي چې په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې نورو هېوادونو ته د یو میلیارد او ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.