د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په تېرو پنځو میاشتو کې د څه باندې ۷ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د افغانستان تولید شوې غالۍ ګاونډیو، د سېمې او اروپايي هېوادونو ته صادرې شوې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده و ویل: « د ۲۰۲۴ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې اوه نیمو میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې دوه میلیونه کیلو ګرامه افغاني غالۍ پاکستان، ترکیه، ایټالیا، ازبیکستان، امریکا، هند، جرمني، متحده عربي اماراتو، چین او نورو هېوادونو ته صادرې شوي دي.»
ورته مهال، په پلازمېنه کې یو شمېر غالۍ پلورونکي وایي، د ځینو ستونزو له امله اړ دي خپلې یوه برخه غالۍ په ارزانه بیه پر پاکستاني سوداګرو وپلوري او دغه سوداګر د افغانستان تولید د پاکستان په نوم اروپايي هېوادونو او امریکا ته صادروي.
غالۍ پلورونکي غلام علي شیرزاد و ویل: « موږ د خپلو غالیو په پلور کې ستونزه لرو او هغه دا دا چې موږ خپلې ډېری غالۍ پاکستان ته صادروو او له هغه ځایه بیا اروپایي هېوادونو د پاکستان په نوم ځي.»
غالۍ پلورونکي مخدوم قلي طلوع نیوز ته و ویل: « په دغو کالیو کې د پسونو له پشم څخه کار اخیستل کیږي او په لاسونو اوبدل کیږي او کیمیاوي مواد پکې نشته بلکې د افغان ښځو په لاسونو جوړیږي.»
اخوا د افغانستان د غالیو ټولنه هم د تېر کال پرتله له هېواده بهر د غالیو صنعت د پلور له ۷ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.
د غالیو د ټولنې رییس نور احمد نوري داسې و ویل: « د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د غالیو ټولنې د هڅو په پایله کې په ترکیه او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د افغان غالیو پلور زیات شوی دی. د تېر کال پرتله په ۲۰۲۴ کال کې د هېواد د ننه هم د غالیو پلور هم اووه سلنه پورته تللی دی.»
د افغانستان د غالیو ټولنه تل د غالیو د صنعت د ملي او نړۍوالو نندارتونونو په جوړولو کې په ونډې لرلو سره وایي که د سوداګرو لپاره د ویزې د ورکړې بهیر کې ستونزو ته رسېدنه وشي او هوایي دهلیزونه هم فعال شي، د نړۍ بیلابیلو هېوادونو ته به د غالیو صادرات لا زیات شي.