Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات د غوریان د وسپنې په کان کې د ترکیې، ایران او برېټانیا پانګونه

د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات د غوریانو د وسپنې پر کان د ترکیې، ایران او بریټانیا له پانګونو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند، همایون افغان وايي، دغه کان د ۳۰ کلونو لپاره د یادو هېوادونو شرکتونو ته په واک کې ورکړ شوی او دوی هم پر دغه کان څه باندې ۵ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي.

هغه زیاته کړې: «په دغو څلورو بلاکونو کې د پانګونې حجم څه باندې ۵ اعشاریه ۵ میلیارده امریکايي ډالر دی چې اکتشاف، را ایستنه، ګټه اخیستنه او ټولنیز خدمتونه پکې شامل دي.»

بلخوا، یو شمېر کارپوهان وايي، چې په افغانستان کې د نورو هېوادونو د پانګونې د زیاتېدو لپاره نړۍ ته پکار ده، چې د بانکي بندیزونو د لېرې کولو ترڅنګ له اسلامي امارت سره هم تعامل ولري.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا و ویل: «که افغانستان د نړۍوالې ټولنې له لوري په رسمیت وپېژندل شي او بانکي محدودیتونه لمنځه ولاړ شي، له شک پرته ډيری هېوادونه به دې ته لېواله شي چې په افغانستان کې پانګونې وکړي او په ځانګړې توګه د کانونو په برخو کې.»

د اقتصادي چارو یوه بل شنونکي، تاج محمد تلاش هم و ویل: «د پانګوالو لپاره باید د مالیې، برېښنا او امنیت اسانتیاوې برابرې شي او اسلامي امارت یې باید تضمین کړي.»

د کانونو او پټروليم وزارت د معلوماتو له مخې، د روان لمريز کال په لومړيو دوو مياشتو کې د کانونو د استخراج اته قراردادونه لاسليک شوي او په دغو کانونو کې د پانګونې کچه ۴۰ ميليونه ډالرو ته رسېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په دغو کانونو کې دوه لوی کانونه او شپږ واړه کانونه شامل دي چې تړونه یې له کورنیو شرکتونو سره شوي دي.

د کانونو او پټروليم وزارت د معلوماتو له مخې، د روان لمريز کال په لومړيو دوو مياشتو کې د کانونو د استخراج اته قراردادونه لاسليک شوي دي.

شریک یي کړئ