Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خصوصي سکټور غونډه؛ افغانستان په ۱۳۳ قلمه توکو کې په ځان‌بسیا شوی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن (دوشنبې) په کابل کې د خصوصي سکټور او نړۍوالو سازمانونو په غونډه کې ویلي چې، دم‌ګړۍ افغانستان د ۱۳۳ توکو په تولید کې په ځان‌بسیاینې ته رسېدلی دی.

ښاغلي عزیزي په دغې غونډه کې له نړۍ څخه غوښتي چې، په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ د له‌منځه وړلو لپاره د ژر تېرېدونکو مرستو پر ځای بنسټيز کارونه ترسره کړي.

 نورالدین عزیزي زیاتوي، چې دغه وزارت په دې وروستیو کې زرو صنعتي شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړي او ډېر ژر به پر فابریکه لرونکو او پانګوالو ځمکې ووېشل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاتوي:«په ۱۳۳ قلمونو کې په ځان‌بسیا یو او په یو ستر شمېر کې نیمه په ‌ځان‌بسیا یو او همدارنګه د کابو ۵۰۰ قلمه درملو تولید لرو. »

ښاغلی عزیزي په دغه پروګرام کې وايي چې، اسلامي امارت اقتصاد محوره تګلاره غوره کړې او د سوداګرو او صنعتکارانو ملاتړ ته یې ځانګړې پاملرنه کړې ده.

نورالدین عزیزي څرګندوي:«هڅه کوو چې، له دغې غونډې حاصل شویو پایلې د افغانستان اسلاميي امارت په اقتصادي پالیسو کې په پام کې ونیسو.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیايي چارو مرستیال وايي چې، د ملګرو ملتونو بنسټونو په افغانستان کې د ښځو او ځوانانو د پیاوړتیا لپاره یو لړ کارونه ترسره کړي دي او تر دې وروسته د نړۍ بازارونو ته د افغانستان د خصوصي سکټور لارموندنه او د افغان پانګوالو او سوداګرو لپاره د بانکي اسانتیاوو برابرول په پام کې لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د بشري او پراختیايي چارو مرستیال اندریکا راټوټ وايي:«سیمه‌ییزو او نړۍوالو بازارونو ته لاسرسی اوس هم هغه څه دی چې ډېری افغان متشبثین که کوچني، منځني او یا لوی وي، وايي چې، څنګه کولای شو پراختیا ورکړو. ټولې برخې باید له خصوصي سکټور سره مرسته وکړي، هغوی باید نړۍوال بازار ته لاسرسی ولري او دا زموږ ټولو مسوولیت دی.»
  
بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال که څه هم د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې د اسلامي امارت د مسوولانو د ملاتړ ستاینه کوي؛ خو د بانک له لارې د پیسو د لېږد په برخه کې له ستونزې او د سیمې او نړۍ د هېوادونو لخوا سوداګرو ته د وېزو نه ورکړه په هېواد کې د سوداګرۍ او صنعت د ودې او پراختیا پر وړاندې له لویو خنډونو ګڼي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند څرګندوي:«د سوداګرو د ویزو په برخه کې، باید له موږ سره لازمه همکاري وشي. د سوداګرۍ خونې وړاندیز کړی او ښايي بهرنیو چارو وزارت له موږ سره موافق وي موږ غواړو چې د ویزې یو عمومي مرکز ولرو.»

هغو اندېښنو ته په پام سره چې، په هېواد کې د بې‌وزلۍ او بې‌روزګارۍ په برخه کې شته، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستندویه بنسټونو غوښتي چې‌، په افغانستان کې د مرستې رسونې بڼه بدله کړي او د لنډمهالو مرستو پر ځای په بېخ بنایي برخو لکه سړک جوړونې، د برېښنا د تولید، سړو خونو، په بندرونو کې د تاسیساتو د جوړېدو او په پرمختللي ډول د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې مرسته وکړي.

شریک یي کړئ