د افغانستان بانک وايي، دمګړۍ په ټول هېواد کې د اې، ټي، ام ۲۸۰ ماشینونه فعال دي.
د دغه بانک ویاند، حسیب الله نوري طلوعنیوز ته وايي، یوازې په کابل کې د اې، ټي، ام ۱۹۰ ماشینونه فعال دي.
حسیب الله نوري زیاته کړه: « د افغانستان مرکزي بانک هېوادوالو ته د اسانتیاو رامنځته کولو لپاره ژمن دی او اوس مهال په ټول هېواد کې د ای ټي ام ۲۸۰ ماشینونه فعال دي چې ۱۹۰ یې کابل کې دي.»
ځینې کابل میشتي چې د اې ټي ام ماشینونو له خدماتو ګټه پورته کوي، دغه ماشینونه له بانکي حسابونو د پیسو په اخیستلو کې د اسانتیا رامنځته کېدو لپاره اغېزمن ګڼي خو د بانکونو له لوري د هر ځل پیسو را ایستلو له سلنې اخیستو شکایت کوي.
د کابل اوسېدونکي، عبدالوارث و ویل: « ای ټي ام ماشین ښه چې کارت سره کولای شو ژر پیسې واخلو.»
د کابل یو بل اوسېدونکي، مجیب الرحمن هم و ویل: « څوک چې غواړي خپل لس زره افغانۍ معاش را واخلي باید ۴۵ افغانۍ سلنه پرې کړي. که بانکونه دغه سلنه په میاشت یا کال کې یوځل واخلي، ډېر به ښه وي.»
د پلازمېنې ځینې نور اوسېدونکي بیا د افغانستان بانک له لوري د دغو ماشینونو د لا زیاتولو غوښتنه کوي.
د کابل اوسېدونکي، احمد الیاس و ویل: « ای ټي ام ماشین یو ډول اسانتیا ده او هیله لرو چې د دغو ماشینونو شمېر ډېر شي څو خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې شي.»
د کابل یو بل اوسېدونکي، فواد هم و ویل: « ای ټي ام ماشینونه باید د افغانستان په ګوټ ګوټ کې فعال شي ځکه خلکو لپاره ضروري دي.»
د افغانستان بانک ویاند وایي، اف پي کارت چې یو ملي کارت دی او طرحه یې د افغانستان بانک له لوري جوړه شوې دمګړۍ د اې ټي ام په ټولو ماشینونو کې فعال دی.