Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

منصور: افغانستان د کانال له جوړولو سره کوم هېواد ته زیان نه‌دی رسولی

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، هغه پروژې چې، په تېر حکومت کې د بهرنیو بنسټونو له خوا یې ملاتړ کېده، اوس له کورنیو سرچینو تمویلېږي.

ښاغلي منصور په دغې مرکه کې د همدارنګه په هېواد کې د اوبو مدیریت په برخه کې د سرپرست حکومت هڅو او د قوش‌تېپې کانال جوړولو ته له نغوتې سره ویلي چې، افغانستان د خپلو اوبو له استفادې سره هېڅ هېواد ته زیان نه‌رسوي.

د دغه وزارت سرپرست زیاتوي، که کوم هېواد د افغانستان د اوبو د مدیریت او د قوش‌تېپې کانال د جوړېدو په تړاو ستونزه لري، کولای شي دغه ستونزه د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو له لارې حل کړي.

 عبداللطیف منصور وویل:«دا چې ځينې هېوادونه اندېښنه لري، هغوی ته موږ ویلي او له هغوی سره مو مخامخ خبرې شوي چې، ستاسو تشویش ولې دی؟ زموږ خپلې اوبه دي خپله خاوره مو ده، کانال جوړو اوبه دي راځي او افغانان به ترې استفاده کوي، موږ نه چا ته ضرر رسولی دی او نه یې رسوو.»

عبداللطیف منصور د ایران حق‌ابې ته په نغوتې سره وایي چې، وروستیو وچکالیو هلمند او نیمروز ولایتونه د اوبو له کمښت سره مخ کړي دا چاره د افغانستان له لوري د ایران د حق‌ابې د نه تامینېدو لامل شوې؛ خو د ورښتونو په زیاتېدو او په هلمند سیند کې د اوبو د کچې په لوړېدو سره به افغانستان د ایران پر خوا اوبه ور خوشې کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست څرګندوي:«سږکال بارانونه وشول، سېلابونه راغلل، زموږ د نیمروز او هلمند د خلکو حق‌ابه هم تامین شوه او کومې اوبه چې هلته په بند کې نه‌ځایېدې، بیا د ایران په لور هم ولاړې د هغوی هم دا غوښتنه وه چې، اوس خو بارانونه دي که حق‌ابه تامین شي.»

ښاغلي منصور د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاتوي چې، اسلامي امارت په هېواد کې د اوبو د کمښت د ناورین د له‌منځه وړلو او د انرژۍ د تولید په موخه په کونړ ولایت کې د ګمبیري بند، کمال خان بند، تورې بند، له بادي سرچینو، د ډبرو له سکرو او لمره د ۲۵۰ مېګاواټه برېښنا د تولید د پروژ او له ګازو د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید د پروژې په برخو کې هڅه کوي.
  
ښاغلی منصور وايي:«خو امکانات کم دي په دې کې شک نشته، ځکه چې پخوا به بهرنیو هېوادونو ځينې پروژې تمویلولې اوس هغوی عملاً دلته نه‌دي راغلي چې، دغه کار وکړي نو موږ خپلې بودیجې ته په کتو ګام اخلو چې اسلامي امارت موږ ته څومره انکشافي بودیجه راکولای شي بیا موږ هغه مصروف‌وو.»

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست دغه‌راز په کابل کې د نفوسو زیاتوالی په پلازمېنه کې د اوبو د کمښت یو لامل بولي او زیاتوي چې، پر شاه و عروس بند، پر شاه توت بند او د پنجشېر له سینده د اوبو د لېږد پر پروژې کار روان دی. 

شریک یي کړئ