Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تاشکند کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو د نندارتون پرانیسته

د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند ښار کې نن (چهارشنبې، د چنګاښ په ۱۴مه) د افغانستان د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دغه نندارتون په پرانیستغونډه کې د کابل او تاشکند تر منځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر ټینګښت ټينګار کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي:«افغانستان او ازبیکستان د دوه ګاونډیو هېوادونو په توګه، د تاریخ په اوږدو کې نېکې او پخوانۍ اړیکې لرلې دي چې پر دې بنسټ اسلامي امارت د دغو اړیکو دوام او ټینګښت ته ژمن دی او د دواړو وړونو او دوست هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره ډېره هڅه کوي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د پانګونو په تړاو د رامنځته شویو اسانتیاو یادونه کړې او د ازبیکستان له سوداګرو یې غوښتي چې، په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.

ښاغلي عزیزي وویل:«یقیناً چې دغه سفر به د افغانستان او دوست هېواد ازبیکستان ترمنځ، په بېلابېلو برخو کې له هغې ډلې د صنعت، سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او ان کلتوري او ټولینزو اړیکو سربېره د دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو اړېکو په برخه کې به هم وده او پراختیا له ځان سره ولري.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د ټاپي پروژې رییس محمد نظيم سمون څرګندوي:«په کندهار ولایت کې د حاجي علم د وسپنې کان له اټکلي څلور مېلیون ټنه زېرمې چې، د وسپنې کچه یې ۶۰ سلنه اټکل شوې. د بامیان په سیاه دره کې د وسپنې کان، د هرات د پشتون زرغون د وسپنې کان، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د ازبیکستان پانګوالو ته بلنه ورکوي چې، پر دغو کانونو پانګونه وکړي.» 

له دې سره سم، یو شمېر سوداګر او صنعتکاران د افغانستان تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل ګټور ګڼي.

د افغانستان د غالیو د ټولنې رییس نور احمد نوري وايي:«ازبیکستان یو پرمختلونکی هېواد دی، کولای شو چې، د افغانستان ټولو محصولاتو او تولیداتو ته یو ښه بازار شي.»

په دې نندارتون کې ۲۵۰ سوداګرو او صنعتکارانو خپل ډول ډول محصولات په دې موخه نندارې ته اېښي؛ څو د ازبېکستان بازارونو ته لاسرسی ومومي.

د افغانستان- ازبیکستان د سوداګریز تواصل د کنفرانس او د یاد نندارتون په څنډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ازبیکستان له لومړي وزیر او مرستیال سره یې په جلا جلا کتنو کې د دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو لویو پروژو او پروګرامونو او همداراز د دواړو هېوادونو د سوداګریزو چارو د پراختیا، د ځمکني ټرانسپورټ او د وسپنې پټلۍ له لارو د ترانزیتي چارو په برخه کې د اسانتیاو د رامنځته کېدو او په افغانستان کې د ازبیکستان د پانګونو د جلب په تړاو خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ