د اقتصاد وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی چین ته تللی او د ټرانس همالیا د نړیوالو همکاریو د فورم په څلورمه غونډه کې یې ګډون کړی دی.
په دغه غونډه کې چې د یو شمېر هېوادونو استازو حضور درلود د چاپیریال ساتنې له ستونزو سره د ګډې مبارزې د حل لارو پیدا کېدو په تړاو یې خبرې کړې دي.
د اقتصاد وزارت ویاند وایي چې د یاد وزارت سرپرست په یاده ناسته کې د اقتصاد سکتور او ټولنیز خوندیتوب د زیانمنېدو، فرصتونو د معرفي کېدو او د پانګونو د جلب په موخه د اقتصادي فرصتونو او ظرفیتونو، د اقتصادي همکاریو د ښه والي او پیاوړتیا او سېمې او نړۍ په کچه سوداګرۍ په اړه خبرې کړې دي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب و ویل: د اقتصاد وزارت سرپرست په دغه غونډه کې په افغانستان کې د طبیعي پېښو او د اقلیم بدلون له امله د اقتصاد او ټولنیز مصونیت ساتنې، د چاپیریال ساتنې له ګواښونو سره د مبارزې د اقلیم د بحران مدیریت او د پانګوالو د راجلبولو لپاره او د ګڼو نورو اقتصادي مسایلو په اړه ګډونوالو ته وینا وکړه.
په ورته مهال د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي په دغه ډول غونډو کې د اسلامي امارت د چارواکو حضور د سېمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو په ښه والي او پراختیا کې او د پانګونې په جلب کې ګټور دی.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالبصیر تره کی وايي: له هر هېواد سره چې زموږ اړیکه له اقتصادي پلوه جوړیږي دا یوه لاس ته راوړنه ده ځکه زموږ داسې یو هېواد دی چې په رسمیت نه یو پيژندل شوي او له ډېرو ستونزو او ناخوالو سره مخ یو. زموږ بانکي سیسټم بند دی. نو که له هر هېواد سره په دغه برخه کې تعامل کوو دا زموږ لپاره لاس ته راوړنه ده.
د اقتصادي چارو شنونکي، شبیر بشیري په دې اړه و ویل: ډیره غوره ده چې د اسلامي امارت چارواکي د سیمې او ګاونډيو هېوادونو ته سفرونه لري. زه هیله من چې دغه سفرونه ددې لامل شي چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره زموږ سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شي.
دا په داسې حال کې ده چې تیر کال هم د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ټرانس همالیا غونډه کې ګډون کړی وو او د هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو، سېمه ییز وصل او سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي ټینګار کړی وو.
په دې اړه مو اندونه