د پاکستان له لوري له ټرانزیټي او سوداګریز تړونه د سرغړونې په اړه د ځینو سوداګرو د اندېښنو سره سم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اپټا تړون د غځولو له هڅو خبر ورکوي.
د اپټا تړون د افغانستان، پاکستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر په منځګړیتوب د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په موخه د ۲۰۱۰ کال د اکټوبر په ۲۸مه لاسلیک شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: « د اپتا تړون یوه اړتیا ده او صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغه اړتیا او نننیو شرایطو په درک سره له پاکستاني لوري سره دغه برخه کې ګډ کار کوي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ننګونو پر حل ټینګار کوي او وایي دغه ننګونې دواړو خواوو ته زیان اړوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خانجان الکوزي و ویل: « تاریخ ښیي چې د نجیب او کارمل په وخت کې د درنو جګړو کې هم زموږ ټرانزیټ بند شوی نه و.»
ځینې سوداګر بیا د افغانستان د مېوو له موسم سره سم، د مېوو او سبزیو د ګمرکي تعرفو پر زیاتوالي او له ځینو تړونونو پر سرغړونې نیوکه کوي.
دوی له اسلامي امارته د بدیلې لارې غوښتنه کوي.
سوداګر، امید حیدري و ویل: « زموږ د کرنیزو توکو پر وړاندې د سپین بولدک دروازه تړلې ده او د لویدیځ ډېر سوداګر نشي کولای له دغې لارې توکي صادر کړي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو ترینګلتیاو او پوله ییزو مسایلو د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو هم اغېز کړی دی. خو سوداګر بیا بیا د پاکستاني حکومت پر کړنو نیوکې کوي.