د پراختیا ملي شرکت ویلي چې، په نږدې راتلونکي کې د بلخاب ډبرو سکرو حوزه به څه باندې زرو تنو ته د کار زمینه برابره کړي.
د دغه ملي شرکت د چارواکو پر وینا، د هغو سړکونو د جوړولو لپاره چې، د بلخاب کانونه سره نښلوي او همدارنګه په دغې ولسوالۍ کې د ټولو اسانتیاوو د برابرولو لپاره، دوه مېلیارده افغانۍ لګول شوې دي.
په سرپل کې د بلخاب ډبرو سکرو حوزې مسوول فرید عظیم د طلوعینوز خبریال ته وايي:«هغه معیارونه چې د زیرزمینو لپاره ورته اړتیا ده، په پام کې نیولي لکه د خوندیتوب مسایل. د بلخاب په ټوله حوزه کې مو ۲۱ سمڅې تثبیت کړي چې، په نږدې راتلونکي کې د کانونو کاري اصولو له رعایت سره، یې استخراج کېږي چې، کولای شي د سیمې څه باندې زر تنه به په کار بوخت کړي.»
ورته مهال، د ملي پراختیا شرکت مسوولان وايي وروسته له هغې چې، د بلخاب د ډبرو سکرو کانونو مسوولیت دغه شرکت ته سپارل شوی دوی د خلکو له لوري په ناقانونه ډول د کانونو د استخراج مخه نیولې ده.
د سرپل سیمهییزو مسوولانو په خبره دا مهال د افغانستان ډبرې سکاره په ځانګړې توګه د بلخاب ډبرې سکاره په پاکستان پلورل کېږي او د منځنۍ اسیا هېوادونو کې ورته د بازار موندنې په پار هم هڅې روانې دي.
د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه وايي:«د ډبرو سکرو کان ملي او د افغانستان پانګه ده. باید ژر تر ژره پرې کار وشي چې، د خیانتکارانو لاس ونیولی شي.»
د بلخاب ولسوالۍ د غرونو او پیچلو درو لرلو سره د سرپل مرکز په ۱۴۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري چې، د ډبرو سکرو عالي کیفیت لرونکي زیات کانونه لري.
د بلخاب ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې، د کار، د سړکونو په جوړولو او روغتیا په برخو کې د هغوی ننګونو ته رسېدنه وکړي.
د سرپل د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکی سلطان رضا وايي:«د اسلامي امارت له دولته هیله کوو چې زموږ سړکونه معیاري جوړ کړي او ترڅنګ یې کلینیکونه او ښوونځي جوړ کړي.»
د لومړنیو څېړنیو پربنسټ د سرپل د بلخاب ډبرو سکرو حوزه کې یو نیم مېلیارد ټنه د ډبرو سکاره تثبیت شوي چې، استخراج به یې د هېواد د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو برابرولو برخه کې بنسټیز رول ولري.
د مسوولانو په خبره دا مهال د بلخاب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کانونو استخراج چارې په خلاصه بڼه روانې دي او په ورځني ډول له زرو ټنو ډېر استخراجېږي.