د افغانستان بانک د اسعارو په بازارونو کې د ګرځنده او د بېجوازه صرافانو فعالیت منع کړی دی.
د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري وايي ګرځنده صرافان باید د فعالیت جواز ترلاسه کړي څو په قانوني توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
د افغانستان بانک ویاند وویل:«ځينو صرافانو په ناقانونه توګه فعالیت لري، د افغانستان د مرکزي بانک د پرېکړې پر بنسټ ټول هغه ګرځنده صرافان چې له جواز پرته فعالیت کوي، د هغوی د فعالیت د منع کېدو بهیر پېل شوی دی.»
بلخوا، د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، د اسعارو په بازارونو کې د ګرځنده صرافانو پر فعالیتونو بندیز نظم رامنځته کوي؛ خو د افغانستان بانک هم باید د هغوی د بېکارۍ د مخنیوي لپاره یوه حل لار پیدا کړي.
د کابل د شهزاده سرای ویاند عبدالرحمن ځیرک وايي:«موږ د دغې موضوع په هکله یوه حل لار غواړو چې، هم مرکزي بانک راضي او هم ګرځنده صرافان راضي وي.»
د اقتصادي چارو شنونکی شمسالرحمن احمدزی هم څرګندوي:«د افغانستان خلک له اقتصادي کړکېچ سره مخ دي. د دغې ابلاغیې له عملي کېدو سره، په زرګونه تنه چې په دې برخه کې فعالیت لري، بېکاره کېږي.»
تر د وړاندې د رياستالوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د صرافانو لپاره د افغانستان بانک چمتو شوې طرحه د عملي کېدو وړ بللې وه.
د دغې طرحې له مخې، صرافان باید د جواز ترلاسه کولو لپاره پنځه مېلیونه افغانۍ د ضمانت په توګه ورکړي او د پیسو د خدمتونو شرکتونه باید افغانستان بانک ته ۵۰ مېلیونه افغانۍ د تضمین په توګه ورکړي.
په دې اړه مو اندونه