د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان لمریز کال له پیله د چنګاښ میاشتې تر لسمې نېټې ایران ته د افغانستان صادرات څه باندې ۱۶ میلیونه ډالره او واردات هم ۷۴۰ میلیونه ډالره وو.
د دغه وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وایي، د تېر کال پرتله سږکال ایران ته د افغانستان په صادراتو او وارداتو کې زیاتوالی راغلی دی.
اخندزاده عبدالسلام جواد زیاته کړه: « د ۱۴۰۳ د وري میاشتې له ۱ د چنګاښ تر لسمې ایران ته د افغانستان صادرات شاوخوا ۱۶میلیونه ډالر او واردات هم دغه موده کې ۴۷۰ میلیونه ډالر کیږي.»
ورته مهال، ایراني رسنیو هم روان لمریز کال په لومړیو درېيو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد د غیر نفتي توکو په صادراتو کې د ۱۲۳ میلیونه ډالرو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال بیا په افغانستان کې پر تولیدي توکو د تعرفې پر لوړېدو ټینګار کوي او وايي، د هېواد تولیداتو ته د نورو هېوادونو په بازارونو کې د بازارموندنې لپاره باید ډېر کار وشي.
د کانونو او صنایعو خونې لومړي مرستیال، سخي احمد پیمان و ویل: « موږ کولی شو د خپلو صادراتو اندازه زیاته کړو، لږ تر لږه زموږ صادرات زیات شي او ترڅنګ یې افغانستان کې تولید کېدونکي توکي زیات شي او پر وارداتي توکو دې تعرفه لوړه شي څو د هېواد تولید د واردېدونکو توکو بدیل شي.»
ځینې کارپوهان ایران د افغانستان مهم اقتصادي شریک بولي او وایي، دغه هېواد سره د افغانستان اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو زیاتوالی د افغانستان په ګټه دی.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر و ویل: « افغانستان ته د ایران یو ګټه دا ده چې کمه فاصله او لویه پوله لري، ایران سره ښې اقتصادي او سټراټیژیکې اړیکې له چابهار بندره د ګټنې زمینه هم برابروي.»
د راپورونو لمخې، افغانستان د ایراني محصولاتو لپاره غوره بازار پیژندل کیږي او د دواړو هېوادونو سوداګر د سوداګریزو راکړو ورکړو پراختیا لپاره هڅه کوي.