Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل او الماتا ترمنځ د الوتنو پر بیا پیل د حمیدالله اخندزاده ټینګار

 د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست، حميدالله اخندزاده کابل کې د قزاقستان له سفير سره په کتنه کې د کابل او الماټا ترمنځ د الوتنو په پيلولو ټينګار کړی دی. 

د دغه وزارت وياند وايي، دغه کتنه کې د افغانستان، پاکستان، بلاروس، روسيې، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ د شپږ اړخيز هوايي دهلېز د جوړولو په اړه غونډه کې حميدالله اخندزاده ته د ګډون بلنه ورکړ شوې ده.

د هغه په خبره، دغه غونډه د روانې زیږیزې میاشتې په ۱۹مه او ۲۰ په قزاقستان کې ترسره کیږي. 

د‌ ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند، امام الدین احمدي و ویل: « راتلونکې میاشت قزاقستان کې یوه غونډه جوړیږي چې دغه ناسته کې د وزارت سرپرست ته بلنه ورکړل شوې او د روسیې، قزاقستان، بلاروس، ترکمنستان، پاکستان او افغانستان هېوادونو د ټرانسپورټ مسوولین پکې ګډون وکړي او د شپږ هېوادونو ترمنځ یو هوایي دهلیز پر جوړولو خبرې وکړي.»

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د کابل او الماتا ترمنځ مستقیمې الوتنې به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ټرانسپورټ په اسانتیاو او د سوداګرۍ زیاتولو کې مرسته وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالبصیر ترکي و ویل:« د ویزو زمینه دې برابره شي چې ویزې ونه لرو په هیڅ وجه نشو کولای د مرکزي اسیا هېوادونو ته سفر وکړو او ټرانزیټ ولرو او موږ له درې یا څلورو هېوادونو ویزې اخیستلی شو له نورو یې نشو کولای.»

د کابل او الماتا ترمنځ الوتنې په ۲۰۱۷ کال کې بندې شوې وې.  

تېر یوه کال کې بیا د فلای دوبی، ایېر عربیه او ترکیش اېرلاین په ګډون یو شمېر هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې دي.

شریک یي کړئ