د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په کتنه کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې پر غځولو، تورغنډۍ سټېشن ظرفیت لوړونې او د هرات نورالجهاد سبسټېشن د چارو په تړاو خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې کتنه کې زیاته کړه افغانستان هڅې کوي چې، د ټاپي پروژې ټول حقوقي اسناد وروستي کړي؛ څو ورسره د کار د پیل زمینه برابره شي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ضیا احمد تکل و ویل: د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې افغان لوری به هڅه وکړي چې په افغان خاوره کې د ټاپي پروژې زمینه برابره کړي او عملاً کار پیل شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم ټینګار کوي چې د ټاپي پروژې عملي کیدل د عوایدو په زیاتوالي او هېوادوالو ته د کاري فرستونو په رامنځته کېدو کې مهم رول لري.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال، محمد یونس مهمند و ویل: د ټاپي پروژې عواید فکر کوم خالص یې څلور سوه میلیارده ډالر راځي، که چیرې ناخالص ورسره یوځای کړو نو ډیر خلک په کار کیږي، ټرانسپورټ په کار لویېږي نور خلک ورسره بوختیږي.
سره له دې چې اسلامي امارت په نږدې دریو کلونو کې د ټاپي پروژې د چارو د پیل په تړاو له چمتوالي خبر ورکړی خو د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان سېمه ییزې سیالۍ هغه عوامل ګڼي چې د یادې پروې د چارو پیل یې ځنډولی دی.
د اقتصادي چارو شنونکي، شاکر یعقوبي څرګنده کړه: څومره هم چې د ټاپي پروژې د غړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په برخه کې ستونزې وي، هغومره کولای شي دغه پروژه له ګواښ سره مخ کړي او هېوادونه و نه کړای شي د دغې پروژې له ګټو کار واخلي.
اقتصاد پوه، سید مسعود هم و ویل: لکه څرنګه چې دغه پروژه سیمه ییزه پروژه ده نو ستونزې یې هم سیمه ییزې دي او د سیمې په کچه پکې تیږې ماتيږي او مخه یې نیول کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د ټاپي پروژې تخنیکي چارې پای ته رسیدلي او د دغې پروې پر وړاندې هیڅ ستونزه نشته او په هرات ولایت کې هم د یادې پروژې په اوږدو کې پرتو ځمکو د استملاک چارې هم روانې دي.
په دې اړه مو اندونه