Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له هېواده بهر د افغان سوداګرو پانګونې

د افغانستان - ایران د سوداګرۍ، صنایعو او کرنې ګډه خونه وایي، افغان سوداګرو ایران کې د درې میلیارده ډالر پانګونه کړې ده. 

ایراني رسنیو د دغې ګډې خونې د رییس په حواله راپور ورکړی چې ایران کې ۵۰ سلنه ثبت شوي شرکتونه د افغانانو دي. 

د افغانستان-ایران د سوداګرۍ، کرنې او صنایعو د ګډې خونې رییس دغه راز ویلي، هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخه کړي. 

خو د اقتصاد وزارت بهر کې له افغان پانګوالو غواړي څو خپلې پانګې هېواد ته را ولېږدوي. 

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبدالطیف نظري و ویل: « له ټولو سوداګرو او پانګوالو مو غوښتنه ده چې خپلې پانګې د هېواد دننه را ولېږدوي، خپل دین او رسالت د یو پیاوړي افغانسان د پرمختګ لپاره وکاروي.»

سوداګر، امید حیدري هم و ویل: « د ایران له لوري سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ځینې اسانتیاوې رامنځته شوي دي، چې زموږ سوداګر لاړل او هلته یې پانګونه وکړه او له هغه ځایه کولای شي نورو هېوادونو ه صادرات وکړي.»

د صنایعو او کانونو خونه بیا په دې باور ده چې هېواد ته د افغان پانګوالو د شتمنیو لېږد د لوږې په کمښت کې مرسته کولای شي. 

د صنایعو او کانونو خونې رییس، شیرباز کمین‌زاده طلوع‌نیوز ته و ویل: « د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته چې څه د پاسه یو میلیون هېوادوال کډوال شول چې که دغو هر یو یې ۳۰ زره ډالر هم وړي وي، نو شاوخوا ۳۳زره میلیارده ډالر کیږي. زموږ یو میلیون هېوادوال کډوال شول.»

تر دې وړاندې د سوداګرۍ وزارت سرپرست طلوع‌نیوز ته ویلي و چې افغان سوداګرو ترکیې، متحده عربي اماراتو او پاکستان کې څه د پاسه ۱۵۰ میلیارده ډالر پانګونه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه