Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اوبو انرژۍ وزارت: د کابل-پنجشیر سیند پروژې تخنیکي چارې بشپړې شوي

د اوبو او انرژی وزارت وايي، کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو رالېږدولو د پروژې تخنیکي چارې بشپړې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند طلوع نیوز ته وایي، دغه پروژه نږدې ۱۶۰ میلیونه ډالره لګښت لري او د اسلامي امارت د رهبر له تایید وروسته به د یادې پروژې عملي چارې پیل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع الله عابد و ویل: د کابل پنجشیر د اوبو پروژې تخنیکي چارې په اوبو او انرژۍ وزارت کې بشپړې شوې دي، دغه پروژه کار ته چمتو پروژه ده او د رهبر ته استول شوې ده.

کابل چې په اټکلیز ډول څه باندې شپږ میلیونه وګړي پکې ژوند کوي، په وروستیو کلونو کې د وچکالیو له امله د څښاک اوبو د کموالي شاهد دی.

د کابل ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکي وايي چې له سهاره تر ماښام د څښاک اوبو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي او که دې برخې ته پام ونشي دوی به د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي.

د کابل اوسېدونکی، محمد عارف وايي: ډېر وخت کیږي چې د اوبو له ستونزې سره مخ یو، دا نل هم شخصي نل دی او یو متر مکعب اوبه موږ ته په ۵۰ افغانۍ راکوي. درې څلور ورځې وروسته موږ ته اوبه راکوي.

د کابل یو بل اوسېدونکی، انار ګل وايي: زموږ په دې سیمه کې کورونه خالي کیږي، او دا د اوبو له خاطره او نوي څوک ورته راځي هم نه، نو که دا حالت وي کېدای شي دا کورونه تش شي او دا خلک ټول ولاړ شي.

دوی وایي سره له دې چې په خپلو سېمو کې یې د ژورو څاګانو د کیندلو لپاره اړوندو ریاستونو ته عریضه کړې خو مسوولینو دې برخې ته ځانګړې پاملرنه نه ده کړې.

د کابل اوسېدونکی، علي مرجان بهیر وايي: څلوېښت ځل اب رسانۍ ته ولاړم او هلته مې عریضې ورکړې خو تر اوسه یې کومه پایله نشته.

خو د کابل د ځمکې لاندې اوبو د زیاتوالي او دغې ستونزې د پای لپاره څه باید وشي؟

د اوبو د مدیریت کارپوه، نعمت الله سردار زاده و ویل: له شاه توته دوه برخې اوبه اخیستل کیږي، یوه برخه کرنیزې اوبه دي چې د سطحي اوبو لپاره ګټه لري او دویمه برخه یې د ځمکې لاندې اوبه دي چې بند ورته تړل کیږي او د ځمکې لاندې اوبو لپاره ګټورې دي.

د ځینو کارپوهانو په اند په نړۍ کې اقلیمي بدلونونو افغانستان تر نورو هېوادونو زیات زیانمن کړی او افغانستان په وروستیو کلونو کې د اوبو د بې ساري کموالي او ویجاړونکو سیلابونو او وچکالۍ شاهد وو.

شریک یي کړئ