Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګمرکي تعرفو له زیاتېدو وروسته پاکستان ته د تازه میوې صادرات درېدلي

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، پاکستان د ګمرکي تعرفو له لوړولو وروسته دغه هېواد ته د تازه مېوې صادرات د دوو اونیو راهیسې بند شوي دي.

د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي چې د افغانستان تازه میوې په نورو هېوادونو لکه، هند، بنګله دیش او روسیه کې هم ښه بازار لري او باید د چابهار او منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې هم یادو هېوادونو ته صادرات زیات شي.

د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس، خان جان الکوزي و ویل: «هر ډول چې ممکنه وي موږ باید هوايي دهلیز فعال کړو، ځکه زموږ هغه میوې او سبزيجات چې موسم یې لنډ دی او په یوه میاشت کې له منځه ځي، لکه شفتالو، الو، ګیلاس او نور، دوی ته باید پاملرنه وشي.»

وخت ناوخته د بندرونو بند پاتې کېدل او د ګمرکي تعرفو لوړوالی پاکستان ته د صادراتو کچه راکموي.

د پاکستان له لوري پر تازه میوو او سبزۍ د ګمرکي تعرفو له لوړوالي نږدې دوه اونۍ تیریږي او سوداګرو په دې موده کې پاکستان ته صادرات بند کړي دي.

یو شمېر سوداګر وایي چې په دې تعرفې سره د تازه میوو صادرات ورته ګران تمامیږي او اسلامي امارت باید په دې برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.

سوداګر، فاروق احمدي وايي: «هر کال چې د افغانستان د صاداراتو وخت را رسیږي، پاکستان دا ستونزه را پیدا کوي. مالیه لوړوي، چې له بده مرغه اوس یې بیا دا کار کړی او مالیه شپږ چنده لوړه کړې ده.»

یو بل سوداګر، معشوق حبیبي زیاتوي: «تېر کلونه به موږ د هر ټن پر وړاندې ۱۵ زره کلدارې مالیه ورکوله، خو اوس موږ د هر ټن پر سر ۶۰ زره کلدارې مالیه ورکوو. د تېر کال پرتله زموږ صادرات هم کم شوي دي.»

ورته مهال اسلامي امارت وایي، هڅه کیږي چې د خبرو اترو له لارې د افغان سوداګرو ستونزو ته رسېدنه وشي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد څرګنده کړه: «په دې اړه له پاکستان سره هم خبرې شوې دي، چې هر ځل افغان سوداګر د صادراتو پر مهال له ستونزو سره مخ کیږي، په دې برخه کې باید هغوی تعرفې او نورې څه ستونزې چې وي، راکمې کړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې د روان زیږدیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۹۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې چې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو کچه ۲۹۴ میلیونه ډالره ده او د تیر کال د پنځو میاشتو په پرتله ۳۲ سلنه کمه شوې ده.

د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي چې د افغانستان تازه میوې په نورو هېوادونو لکه، هند، بنګله دیش او روسیه کې هم ښه بازار لري.

شریک یي کړئ