د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، افغانستان د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې ترکیې ته د ۱۳میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.
ترکیې ته ډېری صادرېدونکي توکي بادام، غالۍ، پنبه او تالک تیږې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو لمخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کابل او انقرې ترمنځ څه د پاسه ۵۲میلیونه ډالر راکړه ورکړه شوې ده.
د دغه وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام و ویل: « ډېری صادراتي توکي، بادام، د غوا څرمن، غالۍ، کشمش، شنه زیره، طبي نباتات، پنبه تالک تیږې او وارداتي توکي هم درمل، شامپو، د موټرو بټرۍ، د پلاستیک فوم، چاکلیټ، سره زر او فرشونه دي.»
له بلې خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي له ځینو ترکي پانګوالو سره کتنه کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا او په افغانستان کې له دغه هېواده د پانګونې د جلبولو په اړه خبرې کړې دي.
ترکي پانګوال، حسین اقچا و ویل: « موږ له افغانستان سره د دوستۍ مخینه لرو. کله چې مې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې شمېرې وکتلې ډېرې ټیټې دي. زموږ ټولنه دلته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د لوړولو لپاره راغلې، څو سوداګریز فرصتونه وګورو او دغه برخه کې له رسمي، غیر رسمي او مدني ټولنې سره لیدنې ولرو.»
د صنایعو او کانونو خونه بیا وایي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې له سیمې او نړۍ سره اقتصادي اړیکې ښې شوې او غواړي چې ډېر هوایي دهلیزونه جوړ شي څو د ترکیې له لارې اروپا ته هم د صادراتو زمینه برابره شي.
د صنایعو او کانونو خونې رییس، شیرباز کمین زاده و ویل: « زموږ پیغام دې خپل دولت ته ورسوي چې لږ تر لږه دغه مالیې راکمې کړي ځکه موږ هم له ترکیې تولیداتو ګټه اخلو چې د بیلانس کچه مو کمه شي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالومات ښیي چې د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې افغانستان له هېوادونو سره د ۲ میلیارده او ۶۸۳ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې چې ۴۲۸ میلیونه ډالره یې صادرات دي.