Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قزاقستان د رېل پټلۍ له لارې د افغانستان د صادراتو ودې ته ژمن شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې، قزاقستاني چارواکي دغه هېواد ته د رېل پټلۍ له لارې د افغانستان د صادراتو د زمینې د برابرولو ژمنه کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد ویلي چې، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د شمال- سوېل د دهلیز د غونډې په څنډه کې چې په قزاقستان کې جوړه شوې ده، د دغه هېواد د کرنې وزارت له مرستیال او ځينو نورو مسوولانو سره کتلي دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو همکارۍ په تېره بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په تړاو خبرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي:«قزاقستاني لوري د رېل پټلۍ له لارې د افغانستان صادراتو ته د ۵۰ سلنې تخفیف ژمنه کړې. د افغانستان پلاوي د دغه سفر په لړ کې د بینو غله‌جاتو له ترمینله چې د څه باندې ۱۰۰ زره ټنه د ذخیره کولو وړتیا لري، لیدنه وکړه او ټاکل شوې د هوکړې په صورت کې، پېرل شوې غله په دغه ترمینل کې وساتل شي او د افغانستان اړتیا ته په کتو ولېږدول شي.»

بلخوا، د کانونو او صنایعو خونې رییس شېرباز کمین‌زاده وایي، هغه غونډې او تفاهمات چې، د هېواد د سوداګرۍ د ودې او پراختیا په موخه له ګاونډيو او د سیمې له هېوادونو سره کېږي، ګټور دي.

د کانونو او صنایعو خونې عمومي رییس طلوع‌نیوز ته وايي:«له ګاونډیو هېوادونو سره د اسلامي امارت د چارواکو لیده کاته په نیک فال نیسو او هیله لرو چې، له نړۍوالې رېل پټلۍ سره وصل شو چې، موږ ته د بیو په ټیټوالي او زموږ د اومه توکو لپاره چې، نړۍوالو مارکېټونو ته ورسېږي، اهمیت لري.»

اخوا ځينې، شنونکي له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا د ټولو هېوادونو په ګټه بولي او د دغو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په پراختیا ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظاهر مدبر په دې هکله وايي:«سیمه‌ییز نښلون کولای شي چې، د ټولو هېوادونو په ګټه وي، له هغې ډلې د منځنۍ او سوېلي اسیا هېوادونو او هغې خوا د فارس خلیج هېوادونو په ګټه وي.»

د چارواکو په وینا د شمال - سوېل دهلیز به افغانستان له بېلاروس، ترکمنستان، قزاقستان او روسیې سره ونښلوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د شمال- سوېل د دهلیز د غونډې په څنډه کې د قزاقستان کې د کرنې وزارت له مرستیال او ځينو نورو مسوولانو سره کتلي دي.

شریک یي کړئ