د احصایې او مالوماتو ملي اداره وایي، د روان لمریز کال په غبرګولي میاشت کې د غویي پرتله د افغانستان صادرات ۱۱ سلنه کم و.
د دغې ادارې د خبرپاڼې لمخې، د روان کال په غبرګولي میاشت کې افغانستان د ۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي خو د همدې کال په غویي میاشت کې بیا د افغانستان صادرات د ۱۰۴ میلیونه ډالرو په ارزښت و.
د احصایې او مالوماتو ملي اداره وایي، په غبرګولي میاشت کې بیا افغانستان د ۹۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان په صادراتو کې د کمښت لامل د پاکستان له لوري د صادراتو په برخه کې رامنځته شوې ننګونې بولي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونېد مدیره پلاوي غړي، خانجان الکوزي و ویل: « زموږ صادرات کم شوي په ځانګړې توګه غبرګولي میاشت کې، اساسي ستونزه مو له ګاونډیو سره ده په ځانګړې توګه له پاکستان سره چې دې وروستیو کې یې تعرفې لوړې کړې په کرنیزو او معدني توکو یانې په ۱۲ قلمه توکو یې تعرفه لوړه کړې ده.»
په همدې حال د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا د افغانستان صادراتي توکو لپاره پر بدیلې لارې ټینګار کوي او وایي د صادراتو زیاتوالي لپاره باید په کور دننه د کورني تولید ملاتړ وشي.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رشتیا و ویل: « اوس اړتیا ده چې موږ پر بدیلو لارو فکر وکړو، د کورنیو توکو پر معیاري کولو فکر وکړو څو وکولای شو نوي بازارونه جوړ کړو او دغه راز هڅه وشي څو هېواد کې معیاري سړې خونې جوړې شي.»
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو لمخې، افغانستان تر ډېره پاکستان، هند او ایران ته توکي صادر کړي دي او هېواد ته بیا تر ډېره له چین، پاکستان او هنده توکي وارد شوي دي.