د هېواد له بېلابېلو ولایتونو یو شمېر صنعتګرو، سوداګرو او متشبثو ښځو خپل سیمهییز تولیدات دلته د بامیان بودا تندیسونو ته څېرمه نندارې ته اېښي دي.
په دغه نندارتون کې د لاسي صنایعو بېلابېل توکي، لبنیات، هنري آثار او نور سیمهییز تولیدات په ۱۸۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
د بامیان والي، عبدالله سرحدي و ویل: بامیان د صنعت ګرو، سوداګرو او پانګوالو په خدمت کې دی، چې صنعت وده وکړي، پراختیا و مومي او نورو هېوادونو ته صادرات ولري.
د بامیان د صنعت او سوداګرۍ رییس، محمد حافظ نورزي هم څرګنده کړه: له مرکز هم شرکتونه راغلي دي، له ګاونډيو ولایتونو هم راغلي دي او غرفه یې نیولې او ګډون یې کړی دی، همدا رنګه هغه صنعت کاران، سوداګر او پانګوال چې په بامیان کې دي هغوی هم ګډون کړی دی.
د نندارتون تنظیموونکی، خیبر هېوادمل وايي: په دې نندارتون کې موږ نږدې ۱۸۰ غرفې خلکو ته ورکړې دي. چې کابو ۸۰ سلنې یې ښځې دي.
یو شمېر ګدونوال د دا ډول نندارتونونو جوړول د هېواد اقتصادي ودې لپاره ګټور بولي او له مسوولینو غواړي، چې په دې برخه کې د دوی اړتیاوو ته پام وکړي.
صنعتکار، عبدالجبار عباد و ویل: زموږ یوازنۍ ستونزه اوس دا ده چې موږ برېښنا لرو او په بامیان کې اوسمهال کارخونه نشو جوړولای. موږ خپلو غالیو ته دلته رنګ هم نشو ورکولای او پرېمینځل یې هم ډېرې برېښنا ته اړتیا لري.
متشبثه، شریفه احمد وايي: دا نندارتون ددې لپاره ښه دی چې بهرني پانګوال دلته راځي، زموږ د کورنیو پر ځای بهرني پېرېدونکي زیات دي.
انځورګر، خیرالله نورزی هم وايي: دا نندارتون ډېر ښه دی، ځکه دا زموږ د کورنیو او وطني تولیداتو لپاره ډېر ګټور تمامیدای شي.
بامیان کې د سیمه ییزو تولیداتو د ملاتړ په موخه به دغه نندارتون تر پنځو نورو پورې دوام ولري.
ددغه نندارتون د تنظیم کوونکو په خبره په پام کې ده چې دغه ډول نندارتونونه د یو شمېر ولایتونو سربېره له هېواده دباندې هم جوړ کړي.