Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مس عینک پروژې د سړک جوړولو چارې د ا.ا او چیني چارواکو په حضور کې پیل شوې

له کلونو ځنډ وروسته د مس عینک پروژې عملي چارې نن (چهارشبنې، د زمري په درېیمه) د اسلامي امارت او چین هېواد د لوړپوړو چارواکو په حضور کې، دغه کان ته د ورغلي سړک جوړولو چارو له پرانیستې سره پیل شوې.

د کانونو او پطرولیم وزارت سرپرست هدايت‌الله بدري په دې تړاو جوړو شويو مراسمو کې وایي، تړونی شرکت مکلف دی چې، له تړون سره سم خپلې چارې مخته یوسي.

ښاغلي بدري وويل:«مس عينک د هېواد تر ټولو ستر او په نړۍ کې دويم لوی کان دی، د دې کان تړون په ۲۰۰۸ ميلادي کال کې د تېرې ادارې او MCC شرکت ترمنځ لاسلیک شوی او د دې پروژې عملي چارې د مختلفو دلايلو او ستونزو له امله ځنډېدلې وې؛ خو اسلامي امارت له حاکميت وروسته د مس عینک کان عملي چارې پيل او د ستونزو د حل په موخه له تړوني شرکت سره ډېرې ناستې وشوې خوشبختانه ستونزې او خنډونه له منځه ولاړل او نن د پروژې د پيل شاهدان يو.»

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر هم په دغو مراسمو کې وويل:«موږ پرون هم د مس عینک پروژې په اړه له چينايي مېلمنو سره ناسته درلوده او ورته روښانه مو کړه چې، دغه پروژه موږ ته ډېر اهميت لري او اسلامي امارت يې تر ټولو حساسو او مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼي.»

د چين سفير ژاو شینګ په دغو مراسمو کې د مس عينک پروژه د افغانستان او چين تر مينځ د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره اړينه بولي او په خبره يې تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د څه باندې یو مېلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

د ښاغلي شینګ په خبره هېواد یې له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو سره په همغږۍ د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره هڅې کوي.

افغانستان کې د چين سفير په دې هکله وویل:«د مس عينک کان د سړک جوړېدل د دې پروژې د راتلونکو پلانونو د عملي کولو لپاره مهم دي او کان کیندنې ته لار پرانيزي او د مس عينک پروژې لپاره يو بنسټيز ګام دی.»

بل پلو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست دغه کان کې د کیندنې پرمهال د لرغونو اثارو د ساتنې خبره کوي او زیاتوي چې تړونی شرکت باید په معیاري ډول کار وکړي چې، تاریخي اثار زیانمن نشې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت خیر‌الله خيرخواه څرګنده کړه:«د افغانستان اسلامي امارت په دې اړه ډېرې هلې ځلې وکړې او د دې تاريخي اثارو د ساتني لپاره په هغو لارو چارو بحث وشو چې، وشو کولای له دې کان څخه ګټه واخلو او همدلته د تاريخي اثارو ساتنه وشي او تخريب نه‌شي په دې اړه د چين جمهوريت له مسوولانو هم مننه کوو چې، په دې اړه يې مختلفې طرحې وړاندې کړې او موږ هم بېلابېل بحثونه وکړل پای کې دې هوکړې ته ورسېدو چې، دغه کان د سر له لوري نه بلکې له يوې څنډې د غره مينځ ته ننوزي او استخراج د مسو وشي او هلته تاريخي اثار هم په خپل ځای پاتې شي.»

بلخوا د چين د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي چارو مرستيال لي‌کن په دې هکله وايي:«د مس عينک سيمه تاريخي مخينه لري او د ګرځندوی، لاسي صنعت، فرهنګي پراختيا او د ورېښمو لارې برخه کې له ځانګړي ارزښته برخمنه ده. مننه کوم چې، د افغانستان حکومت د تاريخي اثارو څخه ساتنه کوي او هڅه کوي چې، د دولتونو او په نړۍواله کچه د مس عينک اثارو ساتنه وکړي. زه په دې باوري يم چې، د افغانستان او چين ترمنځ په فرهنګي برخه کې همکاري کولای شي نړۍوال فرهنګ ته وده ورکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې پياوړې کړي.» 

د مس عینک کان پروژه د هېواد یو له سترو پروژو شمېرل کېږي چې ۱۵ کاله وړاندې یې له یوه چینایي شرکت سره د استخراج تړون لاسلیک شوی و؛ خو تر اوسه یې عملي چارې نه‌وې پیل شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه