Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان ۵،۲ میلیارد ډالري راکړه ورکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د پنځه میلیارده او ۲۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت له هېوادونو سره راکړه ورکړه کړې ده.

د یاد وزارت ویاند وايي، د نږدې په دغه سوداګري کې یې دنږدې ۷۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات دي، چې یوازې ۵۸ میلیونه یې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: «له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګریزه راکړې ورکړې د ۲۰۲۴ کال په لومړيو شپږو میاشتو کې هم دوام درلود چې د ۶۲۹ میلیون ډالر صادرات او واردات ترسره شوي دي. د دوی لمنځه شاوخوا ۵۸ میلیون ډالره صادرات  او ۵۷۱ میلیون ډالره واردات شوي دي.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان ډېره برخه صادرات د جنوبي اسیا هېوادونو ته شوي او هڅه کوي چې د مرکزي اسیا هېوادونو ته هم د خپل صادرات ډېر کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی وايي: «موږ تر ۴۰۰ میلیون ډالرو زیات واردات لرو خو زموږ صادرات ډیر کم دي. لامل یې دا دی چې زموږ ټول صادرات کرنیز دي او تازه کاني شوي خو صنعتي نه لرو.»

ورته مهال سوداګر وايي، له اړتیا ده چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره سوداګري پراخه او په دې برخه کې د هوايي دهلیزونو او ځمکنیو لارو اسانتیاوې رامنځته شي.

سوداګر، امید حیدري څرګنده کړه: «اوسمهال چې زموږ پر وړاندې کومې ستونزې دي، هغه د پاکستان د تعرفو لوړوالی دی چې زموږ پر صادراتي توکو څو برابره تعرفه لوړه شوې ده. زموږ سوداګر نشي کولای چې په دومره کچه لوړه تعرفه ورکړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو لمخې، په ۱۴۰۲ کال کې د دوو میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات شوي وو، چې ډېره برخه یې پاکستان، هند، متحده عربي امارت، ازبېکستان ترکیې او ایران هېوادونو شوي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه