Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګمرکونو کې د برېښنايي سکنرونو د نصب پروژې تړون لاسلیک شو

د مالیې وزارت او خصوصي سکټور د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د برېښنايي سکنرونو د نصب لپاره هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال سلطان محمد زبیر ویلي چې، د صادراتو او وارداتو پر مهال د دغو سکنرونو په نصبولو سره به د تاریخي اثارو، نشه‌یي توکو او وسلو د قاچاق مخه ونیول شي.

سلطان محمد زبیر په دې هکله وویل:«له دې سره به وکولای شو چې، زموږ امنیتي پېښې به هم په زیاته کچه ورسره راټیتې شي او هم به وکولای شو چې، د افغانستان کوم ذخایر، که هغه قیمتي توکي وي او یا هم پولي واحدونه وي دا په په ښه ډول سره مهار شي.»

سلطان محمد زبیر دغه راز وايي، په افغانستان کې دغه فعالېدونکی سسیټم په ګاونډيو هېوادونو کې ساری نه‌لري.  

ټاکل شوې ده چې، د دغې پروژه [د سکنرونو د نصب] کار په نږدې راتلونکي کې د ۸ مېلیارد افغانیو په ارزښت پیل شي، په دغې پروژه کې ۲۴ لوی برېښنايي سکنرونه او ۳۳ هم کوچني سنکرونه شامل دي چې، د تورخم، حیرتان، سپین بولدک، اسلام کلا، تورغونډۍ، نیمروز، ابو نصر فراهي، خوست، پکتیا، اقینې او شېرخان په بندرونو کې نصبېږي.

د چارو ادارې د تسهیل او پانګونګونې رییس احمد ضیاء خالد څرګندوي:«په یاده پروژه کې ۱۱۳ مېلیونه امریکايي ډالره په ارزښت پانګونه ترسره کېږي چې، کابو ۸ مېلیارده افغانیو سره معادل ده. د دغې پروزې ساختماي چارې به په دوه کلونو کې ترسره شي.

بلخوا، هغه خصوصي شرکت چې دغه تړون ورسره لاسلیک شوی، ډاډ ورکوي چې، د پرمختللو وسایلو په کارولو سره به دغه سکنرونه فعال کړي.

د دغه خصوصي شرکت رییس وايي، د دغو سکنرونو جوړول به دوه کاله وخت ونیسي.

د یوه خصوصي شرکت رییس نجم‌الدین سیاس څرګندوي:«اسلامي امارت ته ډاډ ورکوم چې، د هېواد د ګمرکونو د عصري او سمبالولو په برخه کې به له هرو امکاناتو استفاده وکړو.»

مسوولان وايي، د دې پروژې د فعالیت په پیلېدو سره به د اسلامي امارت لپاره ښه عواید راټول شي او دغه‌راز به ۲زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه