Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز کار ۵۸سلنه بشپړ شوی

د ملي انکشاف شرکت چارواکي د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د ۵۸ سلنې چارو له بشپړېدو خبر ورکوي.

د قوش‌تېپې کانال د پروژې مسوول سید ذبیح‌الله میري طلوع‌نیوز ته وايي چې د فاریاب ولایت د اندخوۍ ولسوالۍ اړوندو کې د دویم فاز د کیندنې کار ۱۳۰ کیلومټره واټن ته رسېدلی دی.

ښاغلی میري د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د چارو ۵۸ سلنه پرمختګ ته په نغوتې سره وایي چې، د کانال په دویم فاز کې څه باندې ۳۵۰۰ کسان او ۳ زره ماشینري کار کوي.

د قوش‌تېپې کانکال د پروژې مسوول زیاتوي:«تراوسه د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز چارې ۵۸ سلنه مخته تللې دي او کابو ۳ زره عراده میاشینري او ۳ زره او ۵۰۰ بشري ځواک پر کار بوخت دی. زموږ د اوسني کار وروستی وروستۍ ټکی د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې ده.»

د اندخوى ځينې اوسېدونکي دې ولسوالۍ ته د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د کیندنو د چارو پر ورسېدو خوښ دي.

د اندخوی اوسېدونکی زلمی عزیزي وايي:«دا چې، د قوش‌تېبې د اوبو کانال د دویم فاز کارونه په ښه توګه مخته ځي، هرکلی کوو او هیله لرو چې، ژر تر ژره دغه پروژه بشپړه شي او اوبه د اندوخوی ولسوالۍ ته راورسېږي. د فاریاب انخوۍ ولسوالۍ ته د اوبو له رارسېدو سره، په څلور ګونو ولسوالیو کې کرنه به ډېره وځلېږي.»

بلخوا، د اوبو د مدیریت ځينې کارپوهان د قوش‌تېپې د اوبو د کانال پروژه ارزښتناکه ګڼي؛ خو د کار پر کیفیت یې ټینګار کوي.

د اوبو د مدیریت د برخې کارپوه نجیب‌الله سدید څرګندوي:«دا اوږد مهالې پروژه ده او که‌چېرې لږه موده وخت نیسي، مهمه نه‌ده. هغه څه چې، مهم دي دا دي چې، دغه پروژه بېرته راتګ نه‌لري او موږ کولای شو چې، وروسته هغه جوړ کړو، موږ باید له همدغه اوسه د کار کیفیت ته پاملرنه ولرو او دغه کانال باید د افغانستان لپاره یوه بریالۍ پروژه وي.»

د ملي پراختیا شرکت پلان لري چې، د ۲۰ مېلیارده افغانیو په لګښت د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د کېندنو چارې د روان کال تر پایه د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې چې، د کانال وروستۍ برخه ده، بشپړې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه