د هرات ځايي چارواکو د سېشنبې په ورځ ویلي چې، په دغه ولایت کې د صرافۍ په سلګونه بې جوازه هټۍ تړل شوې دي.
د هغوی په وینا، دغه صرافۍ له څو کلونو راهیسې په خپلسرې توګه فعالیت درلود او اوس باید د فعالیت جواز واخلي.
د افغانستان بانک څو میاشتې وړاندې د دغو صرافیو خاوندانو ته ویلي و چې، د فعالیت دوام لپاره باید له دغه بانک څخه جواز ترلاسه کړي.
د هرات ولایت سرپرست مرستیال حیاتالله مهاجر فراهي په دې هکله وویل:«د جواز اخیستل جبري شوي او هغه کسان چې، جواز ونهلري د حکومت له لوري له هغوی چلند کېږي. موږ هیله لرو چې، د دغه بهیر له عملي کېدو سره، په صرافیو کې نظم رامنځته شي.»
د هرات د صرافانو ټولنې رییس غلام محمد سهرابي هم څرګندوي:«په هرات ښار کې له لسو تر دولسو مارکېټونو په خپل سر فعالیت کاوه او څو کاله کېږي چې، د صرافۍ د فعالیت جواز یې نهدرلود. فکر کوم چې په هر مارکېټ کې له پنځو یا ۷۰ تر ۲۰۰ د صرافۍ هټۍ موجودې دي.»
دلته لسګونه صرافان د دوی د صرافیو تر تړل کېدو وروسته د هرات ولایت مقام ودانۍ مخته راټول شوي دي. دوی له حکومته د لازیات فرصت سربېره د فعالیت جواز لګښت او تضمین پیسو کمښت غوښتنه کوي.
صراف یارګل علیزی وايي:«دولت باید پرچون او عمده جواز ولري او باید د صرافانو پانګه وڅېړي چې، موږ د ۱۳ مېلیون افغانیو وس لرو که نه. صرافۍ یې بندې کړي او ډېری صرافانو د خپل ژوند ۳۰ کاله یې په صرافۍ کې تېر کړل دي.»
صراف نور احمد حکیمي هم څرګندوي:«زما کار له ایرانه د هرات دوو ولسوالیو کې یوازې د پیسو د حوالې اجرا ده. زما پانګه له ۵۰۰ مېلیونه ایراني تومان څخه زیاته نهده چې ۵۰۰ زره افغانۍ کېږي. ایا هغه صرافي چې اووه مېلیونه ډالره لري، زه له هغه سره برابر یم؟»
د هرات سیمهییز مسوولان وايي د صرافیو فعالیت جوازونو جبري کېدلو موخه له هېواده بهر ته د پيسو لېږد مخنیوی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتنه او فعالیتونو قانوني کېدل دي.
د حکومت د پرېکړې پربنسټ هره صرافي په دې مکلفه ده چې، له افغانستان بانک سره شپږ مېلیونه افغانۍ په ضمانت کېږي او دغه راز د واټ پر سر د صرافانو فعالیت منع اعلان شوی دی.
په دې اړه مو اندونه