اقتصاد وزارت وايي، په روان هجري- لمریز کال کې د یو اعشاریه ۸ میلیارده ډالرو په ارزښت پر څه باندې ۱۳۰۰ پروژو کار روان دی.
د دغه وزارت مرستیال د تېر یو کال د لاسته راوړنو د تشریح په مراسمو کې د خوړو نه خوندیتوب په اړه د بهرنیو رسنیو راپورونو د رد ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت توانېدلی چې په تېرو درې کالونو کې د خوړو نه خوندیتوب کچه راټیټه کړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبدالطیف نظري و ویل: زموږ مالومات دا څرګندوي چې په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب کچه راټیټه شوې ده، که څه هم نړۍوالو رسنیو ځينې راپورونه خپاره کړه چې موږ یې په ځینو مواردو کې د حقیقت وړاندې کولو ملاتړي یو خو په ځينو مسایلو کې یې ځینې خبرې کړې دي چې موږ ورسره همغږي نه یو. ځکه موږ په ځينو مواردو کې باید خبرې وشي.
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت ویاند وايي، چې اوس مهال دوه زره او ۴۷۷غیر حکومتي موسسې په افغانستان کې فعالیت کوي، چې له ډلې یې ۲۱۹۹ کورنۍ او پاتې نورې یې بهرنۍ دي.
د هغه په خبره، تېر کال ۱۵۹ کورنيو او ۱۴ بهرنیو موسسو له دوی څخه د فعالیت جوازونه اخیستي دي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب وايي: ۲۹۹۱ بهرنیو او شاوخوا څلور سوه کورني او بهرني موسسو کار پیل کړی دی. داسې کړنې او خبرې هم شته چې نورو ته زهر کیږي.
بل لورته د غیر دولتي بنسټونو د انسجام رییس په تېرو کلونو کې د یو شمېر بنسټونو تړل کېدو ته په اشارې ویلي، چې بنسټونه باید د اسلامي امارت پالیسي په نظر کې ونیسي.
هغه ویلي، اسلامي امارت خلکو ته کار پیداکېدو او لویو پروژو د پلي کېدو په هڅه کې دی.
د غیردولتي بنسټونو د انسجام رییس، عبدالسلام اشرفي و ویل: دلته باید موسسې څلورو شیانو ته تر ډيرو زیاته پاملرنه وشي. پروژې باید د افغاني عنعناتو پر بنسټ ډیزاین شي او هغه مسایل چې اسلامي امارت ښودلي هغه پکې باید په پام کې ونیول شي.
د دغه وزارت د مالوماتو پر بنسټ، په تېر ۱۴۰۲ کال کې یې د بېلابېلو بنسټونو پرمټ ۲۱۹۴ پروژې پلي کړې، چې له ۳۰۰ زرو زیاتو کسانو ته یې په کې د کار زمینه برابره کړې ده.
په دې اړه مو اندونه