Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په فاریاب کې د مالګې د درېیو کانونو کېندنه پیل شوه

فاریاب کې د مالګې د درېیو کانونو د استخراج چارې چې د ۲۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د پنځلس کلونو لپاره یو خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی پیل شوې.

قراردادي شرکت د شغلي فرصتونو رامنځته کولو، سړک جوړول او ټولنیزو امکاناتو سربېره د مالګې پروسیس فابریکې هم جوړه کړي.

د میمنې، درزاب او اندخوی د مالګې کانونو د استخراج چارې د اسلامي امارت د چارواکو په ګډون سره د فاریاب په قرمقول ولسوالۍ کې پیل شوې.

د دې پروژو ټولیز مساحت ۱۴ کیلومتره مربع دی او د پنځلس کلونو لپاره یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی.

له دغو کانونو به په ورځني ډول دوه زره او ۵۰۰ ټنه مالګه استخراج شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي هېواد کې په ناقانونه ډول د کانونو د استخراج مخه نیول شوې ده او په دې برخه کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده.

د هغه په خبره په پیل کې د مالګې دغو کانونو کې پنځه سوه کارګرو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وايي: موږ په کلنۍ کچه څه باندې درې سوه زره ټنه مالګي ته اړتیا لرو. ډیره برخه یې مالګينه ده او اسلامي امارت داسې قوانین راوستلي چې یوازې د فاریاب د مالګې له کانه تر راتلونکي یوه کله به دوام وکړي.

د قراردادي شرکت استازی، سهراب عثماني هم وايي: له هغو تاریخي ځایونو د مالګې ستر کان دی چې د راتلونکو ۱۵ کلونو لپاره مو لاس ته راوړ.

په فاریاب کې یو شمېر سیمه ییز مسوولین او دیني عالمان دغه ولایت کې د مالګې کانونو استخراج چارو پيل د هېواد اقتصادي لپاره مهم ګڼي او په دې ولایت کې د لازیاتو پراختیايي او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو غوښتونکي دي.

د فاریاب والي، عبدالاحد فضلي زیاتوي: پر ټولو سوداګرو او بیا په ځانګړې توګه د فاریاب پر سوداګرو دا غږ کوو چې د کار زمینه برابره ده او زموږ او ستاسې په افغانستان کې سړکونه خراب دي، دلته خپله پانګونه وکړئ.

دغه راز په فاریاب کې یو شمېر کارګران وايي د مالګې کانونو استخراج چارو پیل سره به زیاتو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي.

کارګر، غلام سخي وايي: له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده نور کانونه چې په افغانستان کې دي، د هغوی ساتنه هم وکړي. پاک کاري وشي او پاک وساتل شي.

فاریاب کې د مالګې درېیو کانونو د استخراج چارو پیل سره هیلې شته چې هېواد ته د مالګې واردېدو کچه صفر شي.

د دغې پروژو ټولیز مساحت ۱۴ کیلومتره مربع دی او د پنځلس کلونو لپاره یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړ شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه