Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبداللطیف نظري: د سیګر راپور مبالغه ده

د اقتصاد وزارت له افغانستان سره د ۲۱ مېلیارد ډالرو د مرستې په تړاو، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي یا سیګر راپور ردکړی او ویلي چې، دغه اندازه پیسې د هېوادوالو په واک کې نه‌دي ورکړل شوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري، د سیګر وروستۍ راپور مبالغه بللې ده.

له دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي و چې، امریکا په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان او افغان کډوالو سره د ۲۰٫۷ مېلیارد ډالره ځانګړې کړې دي.

عبداللطیف نظري په دې طلوع‌نیوز ته وویل:«د سیګر راپور زما له انده مبالغه‌يي دی. ځينې هغه مرستې چې، د افغانستان په خلکو پورې اړه نه‌لري او د خلکو په واک کې نه‌دي ورکړل شوي، د افغانستان په نامه خپرې شوي؛ خو موږ غواړو چې، مرستې له بشرپالو څخه پرمختیايي ته بدلې شي.»

سیګر په خپل دري شپيتم راپور کې وضاحت ورکړی چې، امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې افغانستان ته ۲۰٫۷مېلیارد ډالره ځانګړي کړي چې، ۹٫۲ مېلیارد ډالره یې بشري او پراختیایي مرستې، اماني صندوق ته د افغانستان د ۳٫۷ مېلیارډ ډالرو شتمنیو لېږد او افغان کډوالو ته د ۱۴ مېلیارد ډالره شامل دي.

د دغه راپور په یوې خبره کې راغلي:«امریکا لاهم له افغانانو سره تر ټولو لویه مرسته کوونکې ده. له کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې امریکايي ځواکونه له افغانستان وتلي، امریکا متحده ایالتونو افغانستان یا افغان کډوالو ته ۲۰ اعشاریه ۷ مېلیارد ډالره مرسته ځانګړې کړې او یایې ورکړې ده.»

د دغه راپور یوه بله برخه ښيي چې، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو تولید کم شوی؛ خو په دغه هېواد کې یې کارو بار لا هم روان دی.

 د کورنیو چارو وزارت هم د دغه راپور په غبرګون کې وايي چې، په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د له‌منځه وړلو لپاره د اسلامي امارت د مشر له فرمان وروسته، د کورنیو چارو وزارت له دې ښکارندۍ سره مبارزه په خپل لومړیتوب کې راوستې او د مخدره توکو د له‌منځه وړلو لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل:«د نشه‌يي توکو له کښت، ټرافیک، تولید، تورید، احتکار او زیرمه کولو سره د مبارزې په برخه کې هېڅ استثنا نشته، او د دغې شومې ښکارندې د له‌منځه وړلو لپاره، پولیسو په پرېکنده توګه مبارزه کوي.»

خو د کانونو او صنایعو خونه په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان سره د نړۍ شوې مرستې کافي نه‌بولي.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمدپیمان په دې هکله طلوع‌نیوز ته څرګنده کړه:«واقعي مرستې هغه مرستې دي چې، موږ یې اغېز په افغانستان کې احساس کړو. شونې ده هغه شمېر چې، وړاندې کېږي له واقعي مرستو سره چې، کېږي، مطابقت ونه‌لري.»

د سیګر د راپور په یوه برخه کې راغلي چې، په روان زېږدیز کال کې امریکا له افغانستان سره ۲۳۲ مېلیونه ډالره مرسته کړې ده. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه