Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستان سره د ګډې کاني حوزې د رامنځته کولو لپاره د ایران وړاندیز

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې یوه ایراني پلاوي د دغه وزارت له سرپرست سره په کتنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې ځانګړې کاني اقتصادي حوزې د رامنځته کېدو وړاندیز کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي چې، ایرانی پلاوي له نورالدین عزیزي سره په کتنه کې د وسپنې د تولیداتو د کارخونو، وسپنې پټلۍ پر پراختیا، او په هېواد کې د سړکونو پر جوړولو هم خبرې اترې کړې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند وايي:«د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دې له ټینګار سره چې، د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت او دغه وزارت د پانګوالو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي، د هېواد سرچینو ته په کتو له ایراني پلاوي سره د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ او د لا بحث لپاره یې یوه تخنیکي ډله معرفي کړه.»

بلخوا، د اقتصادي چارو ځيني شنونکي په بېلابېلو برخو کې د ایران پانګونه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو اقتصادي زونونو جوړېدل د هېواد د اقتصاد په وده او د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې اغېزناک ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان په دې هکله وايي:«ایران یو ستر صنعتي هېواد دی او موږ کولای شو له هغوی سره ګډه سوداګري ته دوام ورکړو؛ ځکه موږ کولای شو چې، د ایران له لارې اروپا، منځني ختیځ، د چابهار له لارې هند، سریلانکا او بنکله‌دېش سره سوداګري وکړو.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا هم څرګندوي:«ایران د افغانستان یو سټراتېژیک سوداګریز ګاونډی دی زه فکر کوم که‌چېرې دغه اړیکې له مخکې هم ټینګ شي د دا ډول زونونو له جوړولو دوی دې په افغانستان کې پانګونه جذب کړي. له شک پرته دا له موږ سره د کاري زمینې او اقتصادي ودې به برخه کې مرسته کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې اوس‌مهال ایران په افغانستان کې د کانونو په ځانګړې توګه د هرات په غوریان کان کې عملاً پانګونه کړې او دا هېواد د افغانستان یو مهم سوداګریز شریک ګڼل کېږي چې هر کال افغانستان ته شاوخوا دوه مېلیارده ډالره واردات لري.
 
د اقتصادي چارو ځيني شنونکي په بېلابېلو برخو کې د ایران پانګونه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو اقتصادي زونونو جوړېدل د هېواد د اقتصاد په وده او د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې اغېزناک ګڼي.

تصویر بندانگشتی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې یوه ایراني پلاوي د دغه وزارت له سرپرست سره په کتنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې ځانګړې کاني اقتصادي حوزې د رامنځته کېدو وړاندیز کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي چې، ایرانی پلاوي له نورالدین عزیزي سره په کتنه کې د وسپنې د تولیداتو د کارخونو، وسپنې پټلۍ پر پراختیا، او په هېواد کې د سړکونو پر جوړولو هم خبرې اترې کړې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند وايي:«د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دې له ټینګار سره چې، د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت او دغه وزارت د پانګوالو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي، د هېواد سرچینو ته په کتو له ایراني پلاوي سره د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ او د لا بحث لپاره یې یوه تخنیکي ډله معرفي کړه.»

بلخوا، د اقتصادي چارو ځيني شنونکي په بېلابېلو برخو کې د ایران پانګونه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو اقتصادي زونونو جوړېدل د هېواد د اقتصاد په وده او د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې اغېزناک ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان په دې هکله وايي:«ایران یو ستر صنعتي هېواد دی او موږ کولای شو له هغوی سره ګډه سوداګري ته دوام ورکړو؛ ځکه موږ کولای شو چې، د ایران له لارې اروپا، منځني ختیځ، د چابهار له لارې هند، سریلانکا او بنکله‌دېش سره سوداګري وکړو.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا هم څرګندوي:«ایران د افغانستان یو سټراتېژیک سوداګریز ګاونډی دی زه فکر کوم که‌چېرې دغه اړیکې له مخکې هم ټینګ شي د دا ډول زونونو له جوړولو دوی دې په افغانستان کې پانګونه جذب کړي. له شک پرته دا له موږ سره د کاري زمینې او اقتصادي ودې به برخه کې مرسته کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې اوس‌مهال ایران په افغانستان کې د کانونو په ځانګړې توګه د هرات په غوریان کان کې عملاً پانګونه کړې او دا هېواد د افغانستان یو مهم سوداګریز شریک ګڼل کېږي چې هر کال افغانستان ته شاوخوا دوه مېلیارده ډالره واردات لري.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه