Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عزیزي: تېرو درېیو کلونو کې افغانستان کې اووه میلیارده ډالره پانګونه شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست طلوع‌نیوز سره ځانګړې مرکه کې وایي، د صنعت په برخه کې د ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونې په ګډون له تېرو درېیو کلونو راهیسې افغانستان کې څه د پاسه ۷ میلیارده ډالره پانګونه شوې ده. 

نورالدین عزیزي له ټولو پانګوالو وغوښتل، چې ژر تر ژره خپلې پانګې له نورو هېوادونو افغانستان ته را ولېږدوي. 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، هڅه کوي چې په افغانستان کې د پانګونې کچه نوره هم لوړه کړي.

نور الدین عزیزي طلوع‌نیوز ته و ویل: « نن سلګونه شرکتونه له اروپا، ګاونډیو هېوادونو او سیمې په ځانګړې توګه افغانان حاضر دی چې افغانستان کې د موټرو د بسته بندۍ په برخه کې پانګونه وکړي.» 

نوموړي ویلي، نږدې راتلونکي کې به د ۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یوه هوکړه لاسلیک کړي، چې ۸۰ سلنه یې د ښځینه سوداګرو لپاره ځانګړي شوي دي.

د هغه په خبره، اوس مهال هېواد کې ۵۰ زره لوی او واړه کاروبارونه روان دي، چې ۹ زره يې د ښځینه سوداګرو دي. 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نور الدین عزیزي و ویل: « د انرژۍ په برخه کې موږ له ترکمنستان سره الحمدالله یو مهم قرارداد لرو چې د ۵۰۰ کیلو ولټ په نوم د افغانستان دوه خپل شرکتونه چې ځینې چارې یې بشپړې نه وې چې غواړي کابل ته یې را ورسوي او له کابله غزني او کندهار ته یوه حلقوي دوره جوړه شي.»

نوموړی د افغانستان صنعتي کېدل د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خپلو لومړیتوبونو ګڼي او زیاتوي چې افغانستان کې اوس مهال نږدې پنځوس شرکتونه په بېلابېلو برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلي دي.

نور الدین عزیزي وایي، د هلمند ۱۵۰ میګاواټه برښنا پروژه د صنعت کارانو لپاره د دغه وزارت له لوري تر ټولو ستره اسانتیا ده.  

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست و ویل: « هلمند کې له پخوا زموږ یوه پروژه وه چې موږ یې په ټوله مانا ملاتړ وکړ، له کجکي بنده نن شاوخوا ۱۵۰ میګاواټه برښنا تولیدیږي، هلمند او کندهار کې د خلکو اړتیاوې پوره کوي.»

نور الدین عزیزي دغه ځانګړې مرکه کې ویلي، افغانستان دا مهال تر ۸۰ ډېرو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې لري او د نړۍ والو له بندیزونو سره سره یې سوداګري په عادي ډول روانه ده.

هغه له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان هم غوښتي چې د افغانستان د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه