Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ته د ازبیکستان او اذربایجان د سوداګریزو پلاویو سفر

د ازبیکستان او اذربایجان سوداګریز پلاوي تېره ورځ (پنجشنبه) کابل ته راغلل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغو پلاویو د سفر موخه د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د  افغانستان کې د پانګونو جلبول دي.

د دغه وزارت سرپرست ویلي، ټاکل شوې د اګست په ۱۸مه کابل کې د ازبیکستان د محصولاتو یو نندارتون هم جوړ شي.

نور الدین عزیزي و ویل: « نن الحمدالله د وزیرانو په ګډون د شاوخوا ۸۵ کسیزه ازبیکستاني لوړپوړي پلاوي د حضور شاهدان یو. پانګونه، ټرانزیټ، سوداګري، قرنطین، کارخونې او پر وسپنې پټلۍ پانګونه زموږ د بحث موضوعات دي.»

عزیزي دغه راز زیاته کړه چې، هڅه کوي څو بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو کچه لوړه کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست و ویل: « موږ د ازبیکستان له جمهوريت سره خپلو کنفرانسونو کې هڅو کوو څو صادرات برابر کړو.»

ورته مهال، د ازبیکستان د پانګونې او صنعت وزیر، لزیز قدرت‌اوف ویلي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستانه دغه هېواد ته د صادارتو کچه څلور چنده زیاته شوې ده.

لزیز قدرت‌اوف په دې اړه زیاته کړه: « د روان کال په شپږو میاشتو کې موږ له افغانستانه، ازبیکستان ته د صادراتو د څلورچنده زیاتوالي شاهدان یو او دا یو لامل دی چې مونږغواړو فرصتونه رامنځته کړو، د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره یوه هوکړه وکړو، چې پربنسټ یې د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه لرې او وتوانېږو د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې پراخې کړو.»

تر دې وړاندې ازبیکستان کې د څه باندې ۳۰۰ افغان سوداګرو په ګډون نندارتون جوړ شوی و چې افغاني تولیدات پکې نندارې ته وړاندې شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه