Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ګمرکونو کې پرلپسې اور لګېدو پوښتې پیدا کړې دي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین د هېواد په ګمرکونو کې پرلپسې اور لګېدنې د پوښتنې وړ بولي.

د دغې خونې مرستیال د هرات له سیمه ییزو مسوولینو او سوداګرو سره د یوې ګډې غونډې پر مهال د هرات په ګمرک کې د اور لګېدنې د لامل د روښانه کېدو غوښتنه کړې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي د هېواد ګمرکونو کې اور لګېدنې او په ځانګړي ډول د هرات ګمرک وروستۍ اور لګېدنه د پوښتنې وړ ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، محمد یونس مهمند وايي: «دولت ته زموږ وړاندیز دا دی چې په دغه برخه کې یو پلاوی وټاکي. موږ دوه درې پېښې داسې درلودې، یو په بولدک او یو دلته په هرات کې. د دغو پېښو لامل باید روښانه شي. ځکه دلته پوښتنې پیدا کیږي.»

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، عبداللطیف قناویزیان زیاتوي: «کوم ځایونه چې د دغو توکو د ساتلو لپاره جوړ شوي چې هلته تخلیه کیږي، هغه ډېر پخواني دي یانې څلوېښت، پنځوس کاله پخواني دي. هیڅ معیاري نه دي.»

د هرات ګمرک د شمېرو پربنسټ په یاده اور لګېدنه کې په سوداګریزو توکو بار نږدې څلوېښت موټر له منځه تللي دي.

یو شمېر زیانمن شوي سوداګر د ګمرک ادارې د اور لګېدنه له امله ګرم بولي او د خسارې جبران غوښتونکي دي.

سوداګر، عبدالله وايي: «دولت باید د خلکو د تاوانونو جبران په نغدي بڼه ورکړي او که نغدې نه ورکوي نو هغه کسان چې زیانمن شوي هغوی ته معافیت ورکړي.»

همدا راز یو بل سوداګر، محمد فرخي ټینګار کوي: «د هرات په ګمرکونو کې کاري بهیر ډېر پڅ دی. ډېری موټرې چې هلته ولاړې دي داسې ویلی شو چې بس یوازې یوه لاسلیک ته پاتې دي. ډېر جزيي کارونه و چې موټرې یې څو اونۍ او میاشتې درولې وې.»

د هرات د ګمرک مسوولین وايي تر دې دمه د اور لګېدنې لامل روښانه نه دی. له بېلابېلو حکومتي ادارو او خصوصي سکتور څخه یو ګډ پلاوی په دې تړاو څېړنې کوي.

د هرات ګمرک رییس، محمد حامد احمد وايي: «تر اوسه د دغې اور لګېدو لامل څرګند نه دی. د ولایت، قومندانۍ، استخباراتو او ګمرک یوه ګډ پلاوي خپلې څېړنې پیل کړې دي. څو مجرم مشخص کړي او ځان پوه کړي چې دغه اور څه ډول لګېدلی دی.»

طبیعي پېښو ته د رسېدو ادارې رییس، نور الدین ترابي وايي: «ځینې وايي، په دغه برخه کې قانون موجود دی او باید تاوان ورکړ شي. داسې کومه ماده زما ذهن ته نه راځي. خو دومره وایم چې دولت به د خپل وس تر حده مرسته وکړای شي.»

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په سوداګریز بازار کې تر اور لګېدنې یوه میاشت وروسته د هرات ګمرک اور لګېدنه رامنځته کېږي.

درې نیم کاله وړاندې د هرات په اسلام کلا ګمرک یوه ستره او ویجاړونکې اور لګېدنه رامنځته شوې وه چې په سوداګریزو توکو بار سلګونه موټر پکې سوځېدلي وو. چې څو میاشتې وروسته ترې د فراه په ابو نصر فراهي ګمرک کې هم اور لګېدنه رامنځته شوې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه