د چابهار بندر د سوداګرۍ یو له مهمو سمندري بندرونو دی او افغانستان هم کولای شي چې د دغه بندر له لارې خپل صادراتي توکي چین، هند، بنګله دېش، ترکیې او د ترکیې له لارې اروپایي هېوادونو ته صادر کړي.
د ایران د سیستان و بلوچستان د بندرونو او سمندري چارو د عمومي ادارې د بندري او اقتصادي چارو مرستیال له یوې ایراني رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي چې د افغانستان د کاني ډبرو لومړنی ټرانزیتي محموله چې ۱۲ موټرونه کیږي، د چابهار بندر له لارې چین ته صادر شوې ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خانجان الکوزی وايي: موږ باید دا لار همداسې پرېنږدو او سوداګرۍ ته پکې ادامه ورکړو. کومې تخنیکي ستونزې چې په دغه لار کې موجودې دي، که ټرانسپورټي او امنیتي وي باید ژر تر ژره یې حل کړو.
ځیني سوداګر وایي د سمندر له لارې د توکو د لېږد لګښت کم دی او اړتیا ده چې په چابهار بندر کې اسانتیاوې برابرې شي څو په لنډ وخت کې سوداګریز توکي د سیمې او نړۍ هېوادونو ته صادر شي.
سوداګر، امید حیدري وايي: له بندر عباسه موږ د خپل کرنیزو توکو کار اخلو چې ډېر وخت نیسي، کابو له میاشتې زیات وخت نیسي. خو چابهار بندر کې وخت هم کم لګیږي او لګښت هم ورسره راکمیږي.
یو بل سوداګر، خواجه داود صدیقی هم وايي: له چابهار بندره دې موږ ته لار جوړه کړي چې موږ ورو ورو خپل صادرات پیل کړو، هندوستان ته او نورو هېوادونو ته یې واستوو.
د ځینو کارپوهانو په باور، له پاکستان سره په سوداګرۍ کې ستونزې لکه د تازه مېوو او سبزیجاتو په ګمرکي تعرفو کې زیاتوالی، د ویزې، پاسپورټ او دغه هېواد ته د تګ لپاره د افغان موټر چلوونکو لپاره د لنډمهالي جوازغوښتنه او په دې وروستیو کې د افغانستان د بار وړونکو موټرو پر مخ د څو ورځو لپاره د پاکستان د لارې تړل کېدو، چابهار بندر ته د صادراتي توکو د لېږد لپاره د افغان سوداګرو لېوالتیا زیاته کړې ده.
په دې اړه مو اندونه