په کابل کې د ازبیکستان د کورنیو محصولاتو په دویم نندارتون کې خلکو په پراخه کچه ګډون کړی دی.
د دغه نندارتون ځينې ازبیکستاني ګډونوال وایي چې، د دوی محصولاتو ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې او هیله لري چې، له افغان لوري سره سترې هوکړې ولري.
صنعت کار اسرار بیک په دې هکله وايي:«نن موږ د ازبیکستان محصولات کابل ته راوړي او نندارې ته مو وړاندې کړي دي. زموږ اصلي موخه خپلو محصولاتو ته د افغانستان د خلکو پام را اړول دي.»
بل صنعت کار رحمان اوف داستان بیک هم څرګندوي:«موږ له افغان لوري سره د ورېښمو د صنعت په برخه کې د لویو هوکړو د کولو په موخه په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی. په کابل کې زموږ محصولاتو ته د نندارتون د ګډونوالو لېوالتیا زیاته ده. زموږ محصولات سل په سلو کې له طبیعي ورېښمو جوړ شوي چې، پهکې ټوکر، جامې، غالۍ او نور تولیدات شامل دي.»
بل ازبیکستانی صنعت کار امان فروغ بیک هم وايي:«دلته په بېلابېلو سکټورونو کې د ازبیکستان تولیدات لکه برېښنایي وسایل، ودانیز مواد، فرنیچر، غالۍ او نورې برخې نندارې ته وړاندې شوې دي او دا نندارتون د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي همکاریو له پراختیا سره مرسته کوي.»
ځينې هېوادوال د داسې نندارتونونو جوړېدل د بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول د ازبیکستان له تولیداتو سره د اشنا کېدو لپاره ګټور بولي.
د نندارتون ګډونوال نصرالله وویل:«دا د دوه هېوادونو ترمنځ کلتوري یووالی رامنځته کوي او د دواړو لورو د ډېرو پېژندلو لامل کېږي.»
د نندارتون ګډونواله مریم هم وايي:«دغه نندارتون ته راغلې یم چې، له توکو لیدنه وکړم او وګورم چې، ازبیکستان موږ ته څه ډول محصولات راوړي دي او نندارې ته یې ایښي دي.»
د افغانستان د نړۍوال نندارتون مسوول وایي چې، شاوخوا دوه سوه ازبیکستاني سوداګرو په ۳۰ سکتټورونو کې د ماشینرۍ، روغتیايي توکو، الکترونیکي وسایلو او غالیو په ګډونو بېلابېل محصولات د درې ورځو په مخه نندارې ته اېښې دي.
د افغانستان د نړۍوال نندارتون رییس محمد صابر لطیفي په دې هکله څرګندوي:«دلته څه باندې ۲۰۰ سوداګرو په ۳۰ سکټورونو کې څه باندې ۸۰ بېلابېلو شرکتونو ګډون کړی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې، پرون د ازبیکستان د محصولاتو نندارتون د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په ګډون د اسلامي امارت د جګپوړو چارواکو او د ازبیکستان د لومړي وزیر په ګډون د دغه هېواد د جګپوړي پلاوي په حضور کې په کابل کې پرانیستل شو.
په دې اړه مو اندونه