د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت نن (شنبې، د وږي په ۳مه نېټه) د تېر یو کال د فعالیتونو د راپور وړاندې کولو پروګرام کې، د ژمي تر رارسېدو مخکې د واخان-چین سړک د پاتې کار د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت سرپرست محمد نونس اخندزاده په دغه پروګرام کې ویلي چې، د واخان - چین سړک چې، ۵۰ کیلومټره اوږدوالی لري، د پلونو، پلچکونو او استنادي دېوالونو د جوړولو کار روان دی.
د ښاغلي اخندزاده په وینا، د واخان سړک تړون د جمهوریت پر مهال د ۳۶۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت شوراګانو او خصوصي شرکتونو ته ورکړل شوی و؛ خو د اسلامي امارت په راتګ سره د شوراګانو فعالیتونه ودرېدل او تېر کال د واخان د۵۰ کیلومټره سړک د جوړولو تړون له سره وشو.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وویل:«له ما سره په سفر کې د چین کسان ملګري وو، سفیر یې هم را سره و؛ خو هغه د دې لپاره تللي وو چې، دغه سیمه وارزوي چې، هلته دغه سړک په راتلونکي کې کهچېرې چین دې ته وګ وري چې، دلته یو ټرانزیټي سړک موږ جوړوو مثلاً دلته د ګاډیو لین ورسره تېرېدلی شي، نهشي تېرېدلی، د دوی فکر دا وو چې، په دې سړک کې به څو کیلو مټره تونلونه وځي، او موږ دوی ته ثابته کړه او دوی له موږ سره په دغې لار ولاړل او یو کیلومټر تونل ته هم اړتیا نهلري.»
ښاغلی اخندزاده دغهراز د نړۍوال بانک له چارواکو سره د دغه بانک د نیمګړو پروژو د بېرته پيلېدو په تړاو د خبرو د دوام خبره کوي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست زیاته کړه:«اوس موضوع دې ځای ته رانږدې شوې ده چې، دوی راشي او په دغه هېواد کې، دوی کابو څه کم ۲۰ زره پروژې نیمګړې پاتې دي او له دې هېواده تښتېدلي دي او موږ په دغو الفاظو ورته وایوو چې، تاسو دلته ۲۰ زره پروژې نیمګړې پرېښې دي زموږ د زرګونو مامورینو د یوې میاشتې معاشونه مو تښتولی، دا خبرې د دې لامل شوې چې، وايي موږ درځو او له مالیې وزارت سره یې هم خبرې روانې دي.»
د دغه وزارت چارواکي د دوه میلیاردو افغانیو په ارزښت د نیمروز د کج صمد بند د پروژې د چارو پيلېدل، د فراه په سرحدي ولسوالۍ ګلستان د دوه مېلیاردو افغانیو په ارزښت د یوه لوی بند د عملي چارو پيلېدل، په بادغیس کې د دولس مېلیونه او ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د قادس بند د پروژې پيلېدل، د ۴۲۶ مېلیونه افغانیو په ارزښت په ۱۳ولایتوو کې د وړو بندونو د رغنیزو چارو پیلېدل، په ټول هېواد کې د یو مېلیارد افغانیو په ارزښت د کلیوالي سیمو د اوبو رسونې د پروژې عملي کېدل او په ۲۳ ولایتونو د کلیو د سلګونو کیلومټرو سړکونو د بیا رغونې او جوړونې پروژې د دغه وزارت مهمې لاسته راوړنې ګڼي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د دفتر رییس میرزا محمد شکیب وویل:«د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د تېرو ۸ میاشتو په شاوخوا کې، د ۴۲۶ مېلیونه افغانیو په ارزښت په ۱۳ ولایتونو کې کوچني بندونه بشپړ شول.»
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولان دغه راز ټينګار کوي چې دغه وزارت کورنۍ بودیجه او د مرستندویو بنسټونو مرستې د انډول په پام کې نیولو سره په ټول هېواد کې لګوي.
په دې اړه مو اندونه