د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر ښځو او نجونو کوچنیو کاروبارونو ته مخه کړې او د ځان لپاره یې عایداتي سرچینې جوړې کړې دي.
دغه ښځې او نجونې وایي، د خیاطۍ او رسټورانټونو جوړولو په برخو کې فعالیت لري له اسلامي امارته د ملاتړ غوښتونکې دي.
یوه له دغو متشبثو ښځو حسیبا ده چې پلازمېنه کې یې د خیاطۍ کارغالی جوړ کړی او په کور دننه او بهر خپلو پېرېدونکو ته رنګارنګ جامې چمتو کوي، هغه جامې چې له اوږدو کلونو راهیسې د هېواد د کلتور او دودونو ښکارندویي کوي.
حسیبا د طلوعنیوز خبریال ته وایي: « له دولته مو غوښتنه دا ده چې وکولای شي ښځو لپاره لا ډېره کاري زمینه برابره کړي څو وکولای شو له هېواده بهر خپلې چارې پراخې کړو او د ښځو پر کار بندیزونه نه وي.»
دغه کارغالي کې زده کړیالې، صدیقې و ویل: « له دولته مو غوښتنه ده چې بهر لاړ شو، کار وکړو او د خپلې کورنۍ اړتیاوې تامین کړو.»
پلوشې هم د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د خپلې کورنۍ د لګښتونو پوره کولو په موخه د لس زره افغانیو په پانګونې سره یو کوچنی رسټورانټ جوړ کړی دی.
هغه وایي، اوس مهال یې پانګه ۶۰ زره افغانیو ته رسېدلې ده.
پلوشه طلوعنیوز ته د خپل کاروبار په تړاو وایي: « له دولته مو هیله ده چې زموږ لپاره چې موږ ته یو لوی ځای او مالي مرسته برابره کړي څو موږ رسټورانټ پراخه کړو، اوس خو نجونې له زده کړو محرومې دي، موږ وکولای شو خپلو چارو ته دوام ورکړو او پرمختګ وکړو.»
د رسټورانټ کارکوونکې، ارزو و ویل: « دا چې دلته راته کار پیداشوی دی خوښه یم ځکه دلته کار کولو سره خپلې کورنۍ سره مرسته کوم.»
د اقتصاد وزارت بیا وايي، اسلامي امارت هېواد کې په بېلابېلو برخو کې د متشبثو ښځو د ملاتړ هڅې کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبدالطیف نظري څرګنده کړه: « اسلامي امارت په سوداګرۍ او صنعت کې له ښځو ملاتړ کوي او هڅې مو دا دي چې ښځو لپاره د بازارموندنې او لاسي صنایعو د پیاوړتیا په برخه کې چې ښځې پکې مهم رول لري، اسانتیاوې رامنځته شي.»
تر دې وړاندې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي و چې په وروستیو درېیو کلونو ۲۵۰۰ سوداګرو ښځو د کار جوازونه ترلاسه کړي دي.
په دې اړه مو اندونه