په کابل کې «د اقتصادي بریا او پرمختګ»په نوم د کورنیو تولیداتو، کرنیزو محصولاتو او د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون پای ته ورسېد.
د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه وايي چې، په تېرو څلورو ورځو کې، کابو ۱۰۰ زره کسانو د هېواد په بېلابېلو سکټورونو کې له تولیداتو او حصولاتو لیدنه کړې ده.
د دغې خونې لومړي مرستیال سخي احمد پیمان وویل، که د اسلامي امارت مسوولان له صنعتګرو ملاتړ وکړي، هېوادوال هم له داخلي تولیداتو او محصولاتو استفاده وکړي او همداراز تولیدونکي هم ښه محصولات بازارونو ته وړاندې کړي؛ نو یو شمېر خلکو ته به د کاري زمینو له برابرېدو سربېره افغانستان په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.
ښاغلي پيمان په دې اړه وویل:«د افغانستان صنعت، د افغانستان صنعتکاران، د افغانستان بزګر او هغه مېرمنې چې، په اقتصادي برخو کې حضور لري، زموږ په لاسي صنایعو کې د هېواد اقتصادي دېوالونه دي.»
بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت له هېوادوالو غواړي چې، د هېواد د اقتصادي ودې لپاره، له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو د جوړولو رییس قابل محمد عابد وویل:«هغه صنعتکاران چې، کمکیفیته توکي تولیدوي غواړو چې، هیله ده خپل توکي د کیفیت پر بنسټ تولید کړئ.»
له دې سره سم، د کرنې او مالدارۍ او همداراز د کسبګرو خونو مسوولان هم له داخلي تولیداتو ملاتړ د افغانستان پر ځان بسیاینې لپاره یوازېنۍ لار ګڼي. دوی د داخلي تولیداتو او محصولاتو د معرفۍ او ورته د بازار موندنې لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل اغېزناک ګڼي.
د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ خونې رییس خیر محمد فروتن وویل:«کهچېرې کرنه نهوي، صنعت شتون نهلري، کهچېرې صنعت نهوي، سبک به شتون ونهلري او کهچېرې کسب نهوي، سوداګري به شتون ونهلري.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، په نږدې راتلونکې کې به د داخلي تولیداتو او محصولاتو ورته نندارتونونه په ولایتونو کې هم جوړ شي.
په دې اړه مو اندونه