د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې، د صنعتي ساحو نوی توشیح شوی قانون، په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د وېش لپاره لار هواروي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام ویلي چې، له دغه قانونه موخه، د ځمکې د وېش مدیریت، د پانګونې د زمینې برابرول او د صنعتي ساحو ساتنه ده.
د هغه په وینا، د دغه قانون له مخې یوه ګمېټه جوړېږي چې د ځمکې د وېش په برخه کې به کار وکړي.
اخندزاده عبدالسلام جواد وايي هڅه کوي چې، په هېواد کې د صنعتکارانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي:«له دغه قانون څخه موخه د ځمکې د وېش مدیریت، د صنعتي ساحو د تظمیم له لارې د افغانستان اقتصادي وده او پراختیا، د پانګونې د زمینې برابرول او د صنعتي ساحو ساتنه ده.»
د کانونو او صنایعو خونه د ځمکې نشتوالی د صنعتکارانو پر وړاندې له لویو ننګونو ګڼي او وايي چې، د صنعتکارانو لپاره باید په پلازمېنه او نورو ولایتونو کې صنعتي پارکونه جوړ شي.
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان څرګنده کړه:«له بده مرغه یوازې په کابل کې کابو ۵۰۰ تر ۶۰۰ کوچنۍ او منځۍ کارخونې په کرايي ځمکو کې دي او دا پرېکړه کولای شي چې، د پانګونې او صنعتګر لپاره یوه ښه زمینه برابره کړي چې، خپل صنعت ته وده ورکړي.»
یو شمېر فابریکه لرونکي وايي، که د دوی ستونزو په ځانګړې توګه د ځمکو د وېش او برېښنا رسونې په برخو کې پاملرنه وشي، کولای شي خپل تولیدات زیات کړي او د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
د یوې کارخوني اداري مدیر محمد نسیم سیغاني وویل:«کهچېرې د دولت له لوري زموږ د صنعتکارانو ملاتړ وشي او واقعاً ستونزې یې، لکه د برېښنا او د ځمکې ستونزې یې حل شي، انشالله تولیدات زیاتوالی مومي او زموږ د خلکو لپاره کاري زمینه ډېرېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې، د کانونو او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا پنځه زره کارخونې فعالیت لري چې، څه باندې ۴۰۰ زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
په دې اړه مو اندونه